close
Photo: UN

نصیر احمد فایق: د طالبانو ځپونکي سیاستونه افغانستان یوه ژور کړکېچ ته بیايي

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې د افغان طالبانو اوسني ځپونکي سیاستونه افغانستان یوه ژور کړکېچ ته بیايي. ده د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې د غوڅ، اصولي او متحد اقدام غوښتنه کړې.

فایق دا څرګندونې د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي نهه اویایمې غونډې په درېیمه کمیټه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لاهم سخت اندېښمنوونکی دی او دا هیواد د بشري، انساني، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو په برخه کې له ژور کړکېچ سره مخ دی.

فایق همدا راز ویلي، چې پر ظلم ولاړه واکمني چې د وېري د خپرولو له لارې د طالبانو تر مردانه تسلط لاندې پلې کېږي، له امله یې د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او څنډې ته کړل شویو ټولنو لپاره یوه فاجعه رامنځته شوې.

ده د طالبانو حکومت د جنسیتي اپارتاید رژیم ګڼلی او ویلي یې دي چې ښځې په سیسټماټیکه توګه له عمومي ژوند څخه حذف شوې دي او تر سختو محدودیتونو لاندې په کورونو کې بندیوانې دي.

فایق د ټولو ماشومانو – هلکانو او نجونو – لپاره باکیفیته زده کړو ته د برابر لاسرسي ارزښت د نه منلو وړ ګڼلی، خو ویلي یې دي چې د طالبانو له لوري د موډرنو ښوونځیو پر ځای د جهادي مدرسو جوړول یوه ژوره اندېښنه ده. د ده په وینا، دا مدرسې له واقعي اسلامي مطالعاتو څخه په ناسم تفسیر او د علومو او ټکنالوژۍ د زده کړې په حذف سره د طالباني او افراطي تفکر پر رامنځته کولو تمرکز کوي.

فایق زیاته کړې چې وېره موجوده ده چې دا جهادي مدرسې به افراطیت او تروریزم نور هم پیاوړی کړي او حتا د طالبانو لپاره به له دې لارې نور ځواک جذب کړي چې له امله یې افغانستان او سیمه بې ثباته کېږي.

ده همدا راز ویلي، چې د طالبانو سیاستونه د افغانستان د خلکو دودونه او واقعي اسلامي ارزښتونه نه منعکسوي او په سیسټماټیکه توګه د بشري حقونو تر میثاقونو لاندې د افغانستان نړیوال تعهدات نقضوي.

فایق ویلي، چې په افغانستان کې د مدني ازادیو کلي لرلید د ختمېدو په حال کې دی، د بیان او رسنیو ازادي په شدت محدوده شوې، خبریالان او خپلواکې رسنۍ د وېرونې، نیونې، ګواښنې او تاوتریخوالي له لارې چوپ کړل شوي دي.

د فایق په وینا د هزاره ګانو، شیعه ګانو او صوفیانو په ګډون قومي او مذهبي لږکۍ لاهم له سیسټماټیک تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

ده زیاته کړې چې د هدفي بریدونو پر وړاندې د دې ټولنې په خوندیتوب کې د طالبانو ناتواني او یا هم نه لېوالتیا او ورسره له اسلامي قانون څخه د دوی د محدودوونکي تفسیر له کبله دا زیانمنېدونکې ټولنې په لا زیاته کچه له تاوتریخوالي، جبري کډوالۍ او ځورونې سره مخوي.

فایق ټینګار کړی: «اړینه ده چې ټینګار وکړو چې په افغانستان کې سوله، ثبات او پایدار امنیت یوازې د پراخ بنسټي، ځواب ویونکي او مشروع حکومت له لارې چې د افغانستان د ټولو وګړو ملاتړ کوي، د لاسرسي وړ دي.»

ده ویلي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پر وړاندې چوپه نه شې پاتېدلای او په عین مهال کې یې په افغانستان کې د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر احیا او د بشري حقونو د نقض په تړاو د پوښتنې-ګرویږنې پر کولو ټینګار کړی دی.

فایق په پای کې ویلي: «د افغانستان د طالبانو اوسني ځپونکي سیاستونه افغانستان لا ژور کړکېچ ته وړي. اوسنی وضعیت د نړیوالې ټولنې غوڅ، اصولي او متحد اقدام ته اړتیا لري. موږ باید په ټولیزه توګه ډاډه شو چې د تبعیض دا بنسټیز شوی شکل نه عادي کېږي او نه هم هېرېدلای شي.»

ده ټینګار کړی چې د افغانستان په تړاو په هر سیاسي بهیر کې دې بشري حقونه لومړیتوب ولري.