close
Photo: IRNA

پزشکیان له مودي سره په لیدنه کې: د سیمې د راتلونکي جوړولو لپاره باید له افغانستان سره تعامل ولرو

اطلاعات روز: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې « د سیمې د راتلونکي جوړولو لپاره باید له افغانستان سره هم تعامل او خبرې اترې ولرو.»

دا لیدنه پرون ماښام (سه شنبه، ۱ د لړم) د روسیې په کازان ښار کې د بریکس سرمشریزې په څنډه کې شوې.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې په دغه لیدنه کې د افغانستان د حالاتو په اړه هم خبرې شوي او پزشکیان ویلي: «د سیمې د راتلونکي جوړولو لپاره باید له افغانستان سره په انګیزې او ارادې سره تعامل او خبرې اترې ولرو. موږ باید د افغانانو سره مرسته وکړو ترڅو ستونزو د هوارولو سربیره سولې، ارامۍ او سوکالۍ ته ورسږي؛ د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.»

د هند د لومړي وزیر دفتر هم د مودي او پزشکیان ترمنځ د لیدنې په اړه په خپله اعلامیه کې ویلي، چې دواړو لورو د چابهار بندر د اوږدمهاله تړون لاسلیک د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې یو مهم ګام ګڼلی او د دواړو هېوادونو د اړیکو د اهمیت ترڅنګ یې افغانستان په بیا رغونه او له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

پزشکیان د چابهار بندر د پراختیا په اړه د هوکړې د تطبیق د چټکتیا هیله څرګنده کړې.

په ۲۰۱۵ کال کې هند، افغانستان او ایران د دغه بندر د پراختیا لپاره درې اړخیز تړون لاسلیک کړ.

د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر افغانستان د عدن خلیج او عربي سمندر له لارې د هند له سمندر سره نښلوي.

اوسمهال طالبان هڅه کوي چې دغه بندر ته لاسرسی ومومي او په دې اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي.