کونړ کې یو شمېر فرهنګیان شکایت کوي، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د تاریخي ابدو او فرهنګي میراثونو نیمګړې چارې د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
دوی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغو تاریخي ابدو رغنیزې چارې په ټپه درېدلي او اندېښنه لري که طالبان یې بشپړې نه کړي له منځه به لاړې شي.
فرهنګیان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د تاریخي ابدو د رغونې په برخه کې دې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي او په دې برخه کې دې شته ستونزې له منځه یوسي.
د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، په دې ولسوالۍ کې د حضرت غفران رح په نوم تاریخي جومات چې شاوخوا ۲۲۰ کاله پخوانۍ مخینه لري او د پخواني جمهوري نظام پرمهال یې رغنیزې چارې پېل شوې وې اوس په ټپه درېدلي دي.
د دې ولسوالۍ فرهنګپال محمد شعیب وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې تاریخي جومات رغنیزې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي او زیاتوي که پاملرنه ورته ونه شي کارونه له منځه به لاړ شي.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «حضرت غفران بابا تاریخي جومات چې یو وخت کوزې پښتونخوا ته د تلوونکو مسافرو دمه ځای و او دلته به مسافرو ته ډوډۍ او ټول امکانات برابرېدل، د پخواني جمهوریت پرمهال یې د جوړونې کارونه شوي، خو له درېیو کالو زیاتېږي، چې د طالبانو په دوره کې یې کارونه په ټپه درېدلي، که له سره شروع نه شي؛ نو شوي کارونه به یې هم د باد، باران او سیلابونو له امله له منځه لاړ شي او ډېر تاوان به ورسېږي.»
د حضرت غفران رح تاریخي جومات سربېره د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د حضرت مولا صاحب تاریخي زیارت هم یو له هغو تاریخي ابدو دی، چې د پخواني جمهوریت پرمهال یې د رغونې چارې پېل شوې وې؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ټپه ودرېدلي دي.
د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی او فرهنګپال وايي، د دغه تاریخي زیارت شوي کارونه هم د باد، باران او طوفان له امله تخریب شوي، چې په خبره یې د نه پاملرنې په صورت کې به په بشپړ ډول تخریب شي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکی او فرهنګپال حشمت الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مولا صیب زیارت ډېر پخوانی او تاریخي زیارت دی، شاوخوا سل کاله پخوانی قدامت لري، دلته به د سیمې خلک او له لېرې ځایونو خلک ورته راتلل، سیل به یې کاوه، د چکر پرځای بدل شوی و، د جمهوریت پر وخت یې د جوړونې کارونه شروع شول؛ خو چې جمهوریت سقوط شو، دا هر څه ودرېدل او که پام ورته ونه شي په مکمل ډول به یې پخواني او اوسني کارونه له منځه لاړ شي.»
کونړ مېشتي فرهنګیان او ځايي خلک نیوکه کوي، چې د طالبانو حکومت د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابدو د رغونې په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي، چې له امله یې په دې برخه کې ورځ تر بلې ستونزې په ډېرېدو دي.
دوی غوښتنه کوي، چې تر هر څه ژر دې د طالبانو اړوندې ادارې د تاریخي ابدو د رغولو، ساتنې او پالنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي او په دې برخه کې دې ټول امکانات په کار واچوي.
د کونړ د مرکز اسعد آباد اوسېدونکی او فرهنګي فعال محمد هارون له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « طالبانو د واک له اولې ورځې تر اوسه ډېرې ژمنې کړي، چې فرهنګي میراثونه او تاریخي ابدات به رغوي، ټول امکانات به ورته په کار اچوي؛ خو تر اوسه یې یوه ژمنه هم پوره نه کړه، د کومو تاریخي سیمو کارونه چې پخواني حکومت کې شوي د هغو لپاره یې ژمنې تر اوسه نه دي عملي کړي، باید د خلکو تېر ویستنه ونه کړي عملي کار وکړي، ترڅو شته مشکلات حل شي.»
بل لور ته کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین د فرهنګپالو نیوکې او غوښتنې مني او وايي، چې دا ستونزې یې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریکې کړي او هغوی د حل ډاډ ورکړی.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي نجیب الله حنیف وايي، په دې ولایت کې د شته تاریخي ابدو د رغونې لپاره یې خپل وزارت ته وړاندیز استولی، ترڅو په راتلوونکي کې یې رغنیزې چارې له سره پېل شي.
نوموړی زیاتوي: «مونږ په کونړ کې د ټولو تاریخي ابدو او فرهنګي سیمو لېست ترتیب او اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لېږلی او هغوی ته مو پشنهاد کړی، چې د جوړونې کارونه یې شروع شي، زمونږ مشرانو مونږ ته ډاډ راکړی، چې د دې لپاره به بودیجه ځانګړې کېږي او او کارونه به یې شروع شي.»
کونړ کې ځايي خلک او فرهنګیان وايي، د تاریخي سیمو رغول او په کې د سیاحت په موخه اړینې آسانتیاوې برابرول به دې ولایت ته د سیلانیانو او فرهنګیانو د تګ ـ راتګ پر لړۍ مثبت اغېز وکړي او غوښتنه کوي، چې دې برخې ته دې د طالبانو حکومت ترڅنګ نړۍ والې اړوندې ادارې ځانګړې پاملرنه وکړي.