close

ننګرهار کې «ناپېژانده» کسانو یو اته کلن هلک د چړې په ګوزارونو وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار اړوند اتمه ناحیه کې «ناپېژانده» کسانو یو ۸ کلن ماشوم د چړې په ګوزارونو وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی عمران وایي، چې پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۲ د لړم) ماسپښین ۰۳:۰۰ بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «بلند غر» سیمې ته څیرمه رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره دغه هلک رفیع الله نومېده او د یو کروندګر زوی و، چې «ناپېژانده» کسانو لومړی د جوارو په پټو کې زندۍ کړی او بیا یې د چړې په ګوزارونو وژلی دی.

د هغه په خبره د وژل شوي ماشوم جسد ځایي خلکو تېر ماښام ناوخته له پلټنو وروسته د جوارو په کروندو کې موندلی دی.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې د وژل شوي ماشوم پلار غریب‌کاره او کروندګر سړی دی او له هېچا سره شخصي دښمني نه لري.

تراوسه د یاد ماشوم د وژنې انګېزه څرګنده نه ده او نه هم ځایي طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم ناپېژانده وسله والو یو کس په خپل کور کې د خپلې کورنۍ د غړو پر وړاندې په ډزو وژلی و.

په دې وروستیو کې ننګرهار او نورو ولایتونو کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي چې عام خلک یې د مخنیوي په برخه کې طالب چارواکي پړه بولي.