اطلاعات روز: د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خپلو هغو جنګیالیو چې له شخصي وسایلو کار اخلي، غوښتنه کړې چې پر لویو لارو د تېرېدو محصول ورکړي.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه وسایط چې دولتي نمبرپلېټ لري، د محصول له ورکولو معاف دي، خو هغه وسایط چې شخصي نمبرپلېټ لري او د طالبانو جنګیالي یې کاروي، د «ټولپلازا» محصول په ورکولو مکلف دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خپلو جنګیالیو غوښتي چې «پر ټولپلازا لرونکو لارو د تېرېدو پر مهال له هر ډول ستونزې جوړولو ډډه وکړي».
دې وزارت ویلي، چې د طالبانو د مشر د حکم له مخې، د کابل-غزني، کابل-جلالاباد، سالنګونو او ځینو نورو لویو لارو د جوړولو په موخه «ټولپلازاګانې» فعاله شوې دي. د دې کار هدف له خلکو څخه پر لار د تګ – راتګ محصول ټولول دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت زیاته کړې چې د «ټولپلازاګانو» عواید په ځانګړې بانکي حساب کې ټولېږي او یوازې د سړکونو د جوړولو او بیا رغونې لپاره کارول کېږي.
ځینې خلک اقتصادي وضعیت ته په پام سره د طالبانو له خوا پر لویو لارو د تګ – راتګ محصول له اخیستلو شکایت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ټولګټو چارو وزارت یوه برخه بودیجه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو ته ځانګړې کړې ده.
د طالبانو د مشر په امر سره ټاکل شوې چې په لویو لارو کې ۷۵ جوماتونه جوړ شي. د کندهار-هرات د لویې لارې په اوږدو کې د دوو جوماتونو د جوړولو لګښت چې تازه یې کار پېل شوی، شاوخوا ۶۸ میلیونه افغانۍ اعلان شوی دی.