close
Photo: supremecourt.gov.af

طالبانو په فاریاب او تخار کې درې سړي او دوې ښځې په عام محضر کې په درو ووهل

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې د دوو ښځو په شمول پنځه تنه په فاریاب او تخار ولایتونو کې په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د فاریاب د پښتون کوټ او دولت اباد ولسوالیو د ابتدايي محاکمو د پرېکړو پر اساس دوې ښځې او یو سړی «له کوره د تېښتي» او له واده دباندې جنسي اړیکې (زنا) په تور له یوه تر دوو کلو په بند محکوم شوي او همدا راز ۳۹ درې وهل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا افراد نن (یکشنبه، ۲۷ د لړم) په درو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د ابتدايي محکمې له پرېکړي سره سم، د تخار په درقد کې دوه تنه د «لواطت» او غلا په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي. ویل شوي چې دا دوه تنه هر یو ۳۹ درې وهل شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري بدني مجازات تشدید شوي دي. دا ډله افراد په عام محضر کې مجازات کوي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر اوسه شپږ تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د بشري حقونو د ډلو له لوري پر طالبانو د درو او اعدام له کبله نیوکې کېږي او د ملګرو ملتونو په شمول د بشري حقونو بنسټونه دا اقدامات د انساني ارزښتونو خلاف بولي.