close

طالبانو په لغمان کې د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قومندان نیولی

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قومندان نیولی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې یاد قومندان عبدالرشید نومیږي او د تېر جمهوري حکومت پرمهال د دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د محلي پولیسو سیمه ییز قومندان و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې نوموړی قومندان د تېرې شنبې په ورځ (۲۶ د لړم) د طالبانو استخباراتو د یادې ولسوالۍ اړوند «فرشغان دره» کې نیولی دی.

دسرچینې په خبره طالبانو پر نیول شوي قومندان تور لګولی، چې په دغه ولسوالۍ کې یې د دوی د حکومت ضد فعالیتونه کول او دغه راز له «مقاومت جبهې» سره یې اړېکې درلودې.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا د نیول شوي قومندان د نیول کیدو لامل په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او الیشنګ ولسوالۍ کې د ځینو طالب نظامیانو په وژنه کې لاس لرل یادوي.

سرچېنې زیاته کړه، دغه تورونه وروسته له هغې طالبانو پر یاد قومندان لګولي، چې د کلي قومي مشران د یاد قومندان د خلاصون په موخه د لغمان استخباراتو ریاست ته ورغلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه اوونۍ وړاندې هم د طالبانو استخباراتو د لغمان په دولت شاه او الیشنګ ولسوالیو کې د تېر حکومت درې نظامیان له «مقاومت جبهې» سره د اړېکو درلودلو په تور نیولي او تراوسه د طالبانو په زندان کې دي.

که څه هم واک د طالبانو په رسېدو سره د طالبانو مشر عمومي عفوه اعلان کړې وه، خو لاهم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د دې ډلې له لوري پخواني نظامیان نیول کېږي او ځینې په یوه او بله بهانه وژل شوي هم دي.