close

ننګرهار کې د یو وژل شوي ځوان پلار او ورونه طالبانو نیولي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې طالبانو د هغه کس دوه ورونه او پلار بندیان کړي چې تېره ورځ یې ځان وژنه کړې وه.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د کامې ولسوالۍ شیرګړ قریې اړوند «تیلیانو» کلي کې د محمدخان په نامه یو ځوان چې تېره ورځ (شنبه، ۲۶ د لړم) یې په خپل کور کې ځان په ډزو وژلی و، د جنازې له ادا کېدو وروسته یې پلار او دوه ورونه  کامه کې د طالبانو پولیسو نیولي او تراوسه  بندیان دي.

سرچینې زیاته کړه، چې د جنازې ګډونوالو او قومي مشرانو طالبانو ته د یادو کسانو د خوشې کیدو په اړه زیات سوال او زاري وکړې، خو طالبانو یې غوښتنې نه دي منلي.

په کامې ولسوالې کې یوې بلې باوري سرچینې هم تایید کړه، چې د وژل شوي ځوان پلار او دوه ورونه یې د جنازې له ادا کېدو وروسته طالبانو نیولي او ولسوالۍ ته یې انتقال کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې طالبانو په دې خاطر د وژل شوي کس پلار او ورورنه بندیان کړي چې ولې یې زوی ځان وژنه کړې، چې په همدې موخه یې ترې څېړنې روانې کړي دي.

مونږ هڅه وکړه ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ مسوولینو نظر هم ولرو خو بریالي نشوو.

تېره ورځ سهار وختي د کامې ولسوالۍ شیرګړ قریې په مربوطاتو کې د محمدخان په نامه یو کس په خپل کور کې ځان په ډزو وژلی و.

که څه هم تراوسه د دې وژنې انګېزه معلومه نه ده، خو د سرچینو د معلوماتو له مخې یاد ځوان د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې وه.