اطلاعات روز: ننګرهار کې ځینې باوري سرچینې تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د کانال ادارې اړوند زیاتره ترسره کیدونکي قراردادونه د اړېکو پر بنسټ او د جوړ جاړي له مخې ترسره کېږي.
تازه ځینو سرچینو اطلاعات روز ته منلې، چې د ننګرهار کانال ریاست لپاره د طالبانو رییس سید محمد نعیم محمدي یو کرنیز شرکت ته د تورې او سپینې سرې قرارداد غیر قانوني ورکړی دی.
د سرچینې د ادعا له مخې د کوم شرکت سره چې اوسمهال کانال ادارې قرارداد ترسره کړی مسول یې په اصل د هلمند ولایت اوسیدونکی دی او شرکت یې د«الماسي کرنیز شرکت» په نامه یادیږي.
سرچینه زیاتوي چې کانال رییس یاد شرکت ته د تدارکاتو قانون خلاف د سپینې او تورې سرې قرارداد د بازار له نرخ څخه یوه بورۍ لس ډالر په لوړ قیمت ورکړی ده.
سرچینې وویل: «د کانال پخوانی رییس هم په فساد کې ښکېل و او دا نوی رییس هم په فساد کې ښکېل دی او هڅه یې دا ده چې قراردادونه د جنوبي ولایتونو اړوند لکه د هلمند، کندهار، ارزګان او نورو ولایتونو شرکتونو ته ورکړي ځکه دی په خپله هم د جنوبي ولایتونو څخه دی، کوم قرارداد چې اوس د سپېنې او تورې سرې په برخه کې له هلمندي شرکت سره شوی په دې کې رییس فساد کړی.»
یوې بله سرچینې هم د نوم نه خپرولو په شرط په یاد قرارداد کې د فساد مسئله تاییدوي او زیاتوي، له دې وړاندې به چې د کانال کوم برخو کې قراردادونه ترسره کیدل نو اعلان به یې په خپله فیسبوک پاڼه او یا د«کانال قراردادونو اړوند ځانګړي ګروپ» کې چې د کانال د مطبوعاتي مسول سید همایون غریبمل له لوري جوړ شوی خپریدل.
د سرچینې په وینا کوم قرارداد چې د سپينې او تورې سرې په برخه کې له یو هلمندي شرکت سره لاسلیک شوی، د دغه قرارداد په اړه نه د کانال په فیسبوک پاڼه او نه یې هم په ځانګړي ګروپ کې اعلان شوی و.
د سرچینې په خبره یاد قرارد داد د ټولو تدارکاتي اصولو ، قوانينو او شته طرزالعملونو خلاف ترسره شوی، چې په کې د کانال مطبوعاتي مسول هم شامل دی.
سرچینه زیاتوي: «کوم قرارداد چې اوس د کانال ادارې د الماسي په نامه کرنیز شرکت سره د تورې او سپینې سرې په برخه کې کړی، له دې نور کرنیز قراردادي شرکتونه هیڅ نه دي خبر شوي ځکه مخکې به چې قرارداد کیده هلته به یې په فیسبوک او وټساپ ځانګړي ګروپ کې اعلانات کول چې بیا به مونږ ورته نوملېکنه کوله خو له دې قرارداد هیڅوک نه دي خبر شوي او دا قرارداد د کانال رییس او د الماسي شرکت ترمنځ د پیسو پر سر د جوړ جاړي پر اساس شوی.»
د کانال ادارې اړوند یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې د کانال لپاره د طالبانو رییس په دې وروستیو کې د کانال اړوند د څلور ګونو فارمونو ځمکې هغه چاته د پېسو په مقابل کې ورکوي چې له هغه سره په پېسو کې جوړ جاړی ترسره کړي.
د سرچینې د ادعا له مخې د کانال رییس زیاتره دا ډول پټ قراردادونه د مطبوعاتي مسول سید همایون غریبمل په مرسته کوي، ځکه هغه له تېر حکومت راهیسې په دغه اداره کې د ویاند او مطبوعاتي مسول په توګه پاتې شوی او دغه راز یې پخوانیو رییسانو ته یې هم دا ډول د قراردادونو په نوم د پیسو ترلاسه کولو لارې چارې ښودلې.
سرچینه زیاتوي چې اوسمهال د کانال ادارې په داخل کې له پخوانیو او خاص ډول د ختیځ زون له مامورینو او کارکوونکو سره د کانال د نوي رییس له لوري تعصبي چلند ترسره کېږي او ځینو یې په یوه او بله بهانه له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د هلمند او کندهار اوسیدونکي چې مسلکي نه دي په دندو ګمارلي دي.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه د ننګرهار کانال ادارې لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسول سید همایون نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نشوو.
بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي ویاند قاضي ملا عادل اطلاعات روز سره په خبرو کې یاد تورونه رد کړل او یادې ادعاوې یې بیځایه وبللې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو څو ښاروالان او مهم مامورین د فساد په تور له دندو ګوښه شوي دي.