واک ته د طالبانو په بیا رسېدو او د دې ډلې له لوري د ښځه ځپونکو او سختدریځو سیاستونو په پلي کولو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې شمیرې په بې مخینې او حیرانوونکې توګه لوړې شوې دي. د رسنیو له راپورونو سره سم، د تېرو درو کلونو پر مهال په ټول افغانستان کې تر ۳۰۰ زیاتو ښځو ځان وژنه کړې ده.
د اطلاعات روز له یوه راپور سره سم چې تېر کال په غبرګولي میاشت کې خپور شوی و، د ۱۴۰۲ کال پر مهال د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ۱۰۳ ښځو ځان وژنه کړې وه. له تر لاسه شویو معلوماتو سره سم، د ځان وژنو په نوملړ کې د هغو نجونو شمېر زیات وو چې تر ۲۰ کاله یې کم عمر درلود.
۸صبح ورځپاڼې هم په یوه راپور کې ویلي و چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ۲۷ ولایتونو کې ۱۳۰ ښځو ځان وژنه کړې ده. په دې راپور کې یوازې هغه ارقام راوړل شوي دي چې د دې ورځپاڼې له لوري وړاندې خپاره شوي وو.
له لاس ته راغلو معلوماتو سره سم، ښځو او نجونو د بېلابېلو دلایلو له وجې لکه اقتصادي ستونزو، فقر او لوږې، جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي، د فقر او بېکارۍ له امله د روحي فشار، د طالبانو د ګواښ، جنسي تېري او د طالبانو له لوري تښتول کېدو، له طالبانو سره جبري ودونو ته د کورنۍ د غړو له خوا مجبورېدو او ځینو نورو داسې انګېزو له امله ځان وژنې کړې دي چې رسنیزې شوې نه دي.
صفیه (مستعار) هغه نجلۍ ده چې د خپلې ۲۲ کلنې خور رزما د ځان وژنې کیسه کوي. که څه هم د ژړا له امله ورته خبرې کول سخت دي، مګر بیا هم وايي: «خور مې انجینري ویله. ټاکل شوې وه چې یو کال وروسته فارغه شي. دې هیله درلوده چې تر فارغېدو وروسته دنده پیدا کړي او زموږ له سپین ږيري پلار سره د کور په لګښتونو کې مرسته وکړي.»
صفیه وايي چې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونو تر تړل کېدو وروسته یې د خور رواني او روحي حالت ښه نه و او تل به یې ژړل. دا زیاتوي: «دا چې زموږ اقتصادي شرایط ښه نه وو، نه مو شوای کولای چې رزما ډاکټر ته بوزو خو دا فکر مو هم هیڅکله نه و کړی چې دا به ځان وژنه کوي.»
صفیه وايي، یوه ورځ یې د خپلو ټولګیوالو انځور ولید او په ژړا خپلې خونې ته ولاړه. څو ساعته وروسته یې کورنۍ بې روحه تن پیدا کوي. د رزما د کورنۍ په وینا، دې د «موږک دوا» خوړلې وه.
د رزما کیسه د ښځو او نجونو تر منځ د ځان وژنې له لسګونو کیسو یوه ده. دې ته ورته پېښې هره ورځ د رسنیو له لارې خپرېږي. لاندې یوازې هغه یو څو پېښې یادېږي چې د تېرو درو میاشتو پر مهال پېښې شوې دي.
په یوه تازه پېښه کې چې اطلاعات روز ورځپاڼې یې د ۱۴۰۳ کال د وږي د میاشتې پر ۲ راپور ورکړی و، یوې ځوانې نجلۍ د غور په تیوره ولسوالۍ کې په وسله ځان وواژه. دا نجلۍ سلیمه نومېده او د تیوره ولسوالۍ د «کیلګو» کلي اوسېدونکې وه. سلیمې په ښکاري ټوپک سره ځان وژنه وکړه. د دې نجلۍ د ځان وژنې لامل کورنۍ ستونزې ګڼل شوې دي.
په یوه بله پېښه کې، د ثریا په نوم یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ په «التي بولک» کلي کې ځان راوځړاوه او خپل ژوند یې ختم کړ. د دې نجلۍ د ځان وژنې لامل روښانه نه دی او کورنۍ یې هم په دې اړه څه نه وايي.
د ۸صبح ورځپاڼې له راپور سره سم، د سنبلې میاشتې پر مهال یوې ښځې د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ په شهران کلي کې تر هغه وروسته ځان وژنه وکړه چې ۱۹ کلنه لور یې په زور سره یوه طالب ته ورکول کېده.
په یوه بله پېښه کې، د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې یوې ښځې د زهرو په خوړلو سره خپل ژوند ختم کړ. دا ښځه د فیض اباد ښار د څلورمې ناحیې د «ده پایان چته» ساحې اوسېدونکې وه او د دوشنبې په ورځ (۱۸ د چنګاښ) یې تر کورني جنجال وروسته د موږک دوا وخوړه او خپل ژوند یې پای ته ورساوه. دا ښځه روغتون ته تر وړل کېدو وروسته مړه شوه.
همدا راز د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ د طالبانو له بنده تر خوشي کېدو وروسته خپل ځان راوځړاوه او ځان وژنه یې وکړه. د دې نجلۍ نوم طاهره و او عمر یې ۱۹ کاله و. د طاهرې تر ځان وژنې څو ورځې وړاندې د طالبانو نظامیانو دا د پنجاب ولسوال له «تګاب برګ» کلي څخه په زور په رینجر ډوله نظامي موټر کې کېنولې وه او ځورولې یې وه.
تر دې وړاندې، یوې ځوانې نجلۍ د کابل په لوېدیځ کې ځا ند حسینزاده سوداګریز مارکیټ له څلورم پوړ څخه ځان اچولی و او ځان وژنه یې وکړه. دا نجلۍ زده کوونکې وه او له دې امله یې ځان وژنه وکړه چې طالبانو تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و.
د ښځو او نجونو د ځان وژنې عوامل
د رسنیو موندنو د ښځو د ځان وژنې بېلابېل عوامل په ګوته کړي دي. مګر په عین مهال کې ځیني روانپوهان وايي چې کله یو تن له سخت سټریس او خپګان یا د رواني روغتیا له ننګونو سره مخ شي، نو ځان وژنه ورته یوازینی حل ښکاري.
د افغانستان په یوه کلینیک کې د روانپوهنې متخصصه شیلا صديقي وايي چې ځان وژنه یوازې د خپل ژوند ختمول نه دی، بلکې دا له ذهني درد او نامحدودو منفي افکارو څخه د فرد تېښته ده او غواړي د ژوند له ناکامیو، دوامدار کړاو او د تباه شوې راتلونکې له تصور څخه ځان خلاص کړي چې دا ټول د خپګان علایم دي.
دا زیاتوي چې کومې نجونې خپل راتلونکی تیاره ګوري، د ژوند لپاره هیلې بایلي او دا مسله د ښځینه زده کوونکو او زده کړیالانو تر منځ ځان وژنې زیاتوي. ښځې هم د بېلابېلو عواملو لکه جبري واده، کورني تاوتریخوالي، فقر او لوږې او روحي فشار له امله ځان وژنه کوي.
د اغلې صديقي په وینا، ځان وژنه د نجونو تر منځ یو ډول ننګ ګڼل کېږي او ډېری کورنۍ د پېغور له امله د خپلو نجونو د ځان وژنې راپور نه ورکوي.
د روانپوهنې دا متخصصه باور لري چې کورنۍ کولای شي د خپلو اولادونو د ځان وژنې د مخنيوي په لړ کې مهم رول ولوبوي؛ «د خپلو اولادونو د درملنې لپاره باید یو روانپوه را پیدا کړي، له خپلو اولادونو سره باید خبرې وکړي او دا چې دا په یوه فرهنګ بدل نشي، هغه کس ته باید باج ورنه کړل شي چې د ځان وژنې اراده لري.»
اغلې صديقي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې تر ټولو مهم عوامل پر ښځو لګول شوي بندیزونه او له زده کړو څخه محرومیت یادوي.
ټولنپوه جمعه خان محمدي په دې باور دی چې د ځان وژنې د کمولو په موخه باید د نظام او بېلابېلو پرګنو تر منځ خبرې پیل شي. دی وايي: «که اوسنی سياسي نظام او په ټپه ولاړ سیاسي حالت ادامه پیدا کړي او که د نظام او د خلګو د پرګنو، نظام او د فعالو سياسي او ټولنیزو ډلو، نظام او مخکښو ډلو تر منځ خبرې-اترې پیل نشي نو د دې ناهیلۍ کچه نوره هم لوړېږي.»
ښاغلی محمدي زیاتوي چې د ځان وژنې تر ټولو مهم عامل ناهیلي ده. د ده په وینا، که له افغانستانه دباندې ډلې کولای شي چې د افغانستان ځوانانو ته د پرمختګ او زده کړې فرصتونه برابر کړي، نو کېدلای شي چې ناهیلي راکمه شي او ورسره د ځان وژنو شمېر هم راولوېږي.
دی وايي چې خلګ باید ځان له بېلابېلو سياسي او ټولنیزو شرایطو سره برابر کړي او د دې کړکېچونو او پېچلو لارو له منځه په تېرېدو باید په تدریج سره خپل ارمانونه وپلټي.
په عین مهال کې، د ښځینه حقونو یو شمېر فعالانې هم وايي چې په ټولنه کې د ښځو د فعالیت د کړۍ تنګېدل د دې لامل شوي دي چې په هیواد کې یو شمېر ښځې له خپل ژوند سره خدای په اماني وکړي.
د ښځینه حقونو یوه فعاله آینور ازبیک وايي چې د طالبانو د درې کلنۍ واکمنۍ پر مهال د جبري ودونو کچه هم لوړه شوې ده. د دې په وینا، په افغانستان کې د ښځو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره د کوم بنسټ نشتون ځان وژنې او تاوتریخوالي ته لار هواره کړې ده. اغلې ازبیک زیاتوي چې د نظام په بدلون او د طالبانو په راتګ سره د ښځو د ځان وژنې پېښې د طالبانو د بې مخینې محدودیتونو له امله زیاتې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې تر لاسه شوې شمیرې او ارقام د رسنیو له راپورونو او خبرونو اخیستل شوي او د یادونې وړ ده چې پر رسنیو د طالبانو د سانسور او سخت څار له امله او همدا راز له دې کبله چې کورنۍ د ښځو او نجونو ځان وژنه پېغور ګڼي، د ځان وژنې ډېری پېښي نه رسنیزې کېږي او دولتي او خصوصي روغتونونه هم د ځان وژنې شمیرې نه اعلانوي.