close

ننګرهار کې پر کرنیزو ځمکو د کورونو جوړول او د خلکو اندېښنې

د ننګرهار د مرکز او ولسوالیو یو شمیر اوسېدونکي اندېښنه لري، چې په ښار او ځینو ولسوالیو کې د طالب چارواکو د نه پاملرنې له کبله کرنیزې ځمکې په استوګنیزو کورونو او سوداګریزو مارکېټونو بدلیږي.

بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، کوټ، بټي کوټ، مومندره او په خپله د جلال اباد ښار ځینې ناحیې له هغه سیمو څخه دي، چې اوسمهال پکې په زیاته اندازه کرنيزې ځمکې له منځه وړل شوي او پر ځای یې استوګنیز کورونه او سوداګریز مارکیټونه جوړ شوي دي.

د جلال اباد ښار د اوومې ناحېې اوسیدونکی عبدالصبور وایي، د ښار دننه او شاوخوا سيمو کې پر کرنيزو ځمکو د ودانیو او کورونو جوړولو اندېښمن کړی او ویره یې دا ده که د دې چارې مخنیوی ونه شي په راتلوونکي کې به کرنیزې ځمکې د ورکیدو له ګواښ سره مخ شي.
د هغه په خبره تر ډیره هغه نوي کورونه چې اوسمهال جلال اباد ښار ته څیرمه او ځینو ولسوالیو کې پر کرنیزو ځمکو کې جوړ شوي زیاتره یې په خپله د طالب چارواکو دي.
د نوموړي په وینا که څه هم دا چاره د تېر حکومت پرمهال ترسره کیده، خو د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې بیا دا چاره تر بل هر وخت ګړندۍ شوې ده.

خلک پر زراعتي ځمکو د رهایشي مارکیټونو د مخنیوي غوښتنه کوي

عبدالصبور وویل: «اوسمهال د جلال اباد ښار په داخل کې زراعتي ځمکې بیخي کمې شوي او په ځینو ناحیو کې خو هیڅ نشته او پر ټولو یې سوداګریز مارکیټونه او کورونه جوړ شوي دي، اوومې ناحیې اړوند برخې مخکې ټولې زراعتي ځمکې وې، خو اوس پرې ټول ښارګوټي او کورونه جوړ شوي او دا کوم کورونه چې جوړ شوي، زیاتره یې د طالب قومندانانو، ولسوالانو، قاضیانو، څارنوالانو او نورو لوړ پوړو طالب چارواکو دي د عام ولس غوښتنه دا ده چې باید د دې کار مخنیوی وشي څو په راتلوونکي کې زراعتي ځمکې کمې نه شي او یا که دا حال وي نو بیخي به ورکې شي.»

د نوموړي په خبره پر کرنيزو ځمکو د ودانيو جوړولو له امله له یوې خوا حاصلات کمېږي او له بلې د هوا د ککړتيا سبب ګرځي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی منګل وایي، په مرکز جلال‌اباد ښار او شاوخوا سيمو کې پر زرګونه جریب کرنیزه ځمکه کورونه او مارکېټونه جوړ شوي او دا لړۍ دوام لري.

نوموړی په دې وروستیو کې له پاکستان څخه په زیاته کچه هیواد ته د افغان کډوالو راستنېدل، استوګنې د ځايونو کموالی، او په خپله د طالبانو له لوري پر کرنیزو ځمکو د کورونو جوړل هغه لاملونه بولي چې کبله یې زراعتي ځمکې مخ په کمیدو دي.

منګل زیاتوي: «د حکومت د نه پاملرنې له کبله هم کرنیزې ځمکې مخ په کمیدو دي او بله خبره دا ده، کوم کډوال چې په تیر یو کال کې هیواد او په ځانګړي ډول ننګرهار ته له پاکستان راستانه شول نو په دوی کې یې زیاترو د استوګنې کورونه نه درلودل او هر یو مجبور شو، چې په خپله کرنیزه ځمکه د ځان لپاره کور جوړ کړي او دغه راز کوم کسان چې د طالبانو په حکومت کې په لوړه کچه کار کوي نو هغوی هم پېسې پیدا کړي او له خلکو په پېسو کرنیزې ځمکې اخلي او بیا پرې سوداګریز مارکیټونه او کورونه جوړوي زمونږ د بهسود په قلعه جانان خان سیمه کې یو طالب ولسوال زه پیژنم چې تازه یې له یو کس دوه جریبه ځمکه اخیستې او اوس پرې د ځان لپاره کور او حجره جوړوي.»

د کرنیزو چارو کاپوهان وایي، د زراعتي ځمکو له منځه وړل د هیواد پر کرنه منفي تاثیرات کوي

نوموړی د طالبانو پر کرنې ریاست، ښاروالۍ او ښار جوړونې ادارو نېوکه کوي، چې تراوسه نه دي توانیدلي چې په ښار او نږدې ولسوالیو کې د دې چارې مخنیوی وکړي.

هغه پر زراعتي ځمکو د کورونو د جوړولو د مخنیوي لپاره د یو ځانګړي میکانېزم پر جوړویدو ټینګار کوي او وایي، له دې وروسته دې هیچا ته پر کرنیزه ځمکه د ودانیو د جوړولو اجازه نه ورکوي.

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي خیالي ګل بیا وويل، د دغې ولسوالۍ هغه سیمې چې د تورخم-جلال اباد لویې لارې ته نږدې پرتې وې، ډېرې ساحې یې پخوا کرنيزې ځمکې او باغونه وو، خو اوس په دغه سیمو کې مارکیټونو، هټۍ، سرايونه او نورې ودانۍ جوړې شوې دي.

خیالي ګل زیاتوي: «د ننګرهار په زیاتره ولسوالیو کې چې پخوا به پکې زراعتي ځمکې وې او د کرنې برخه کې یې ځانګړی نوم درلوده، هلته اوس خلک پر کرنیزو ځمکو د استوګنې کورونه، مارکیټونو جوړوي، دلته په بټي کوټ ولسوالۍ کې مارکو بازار چې پخوا دلته کرنیزې ځمکې او باغونه وو هغه اوس زیاتره له منځه تللي او ټولې ساحې په بارګینونو، سرایونو او مارکیټونو بدلې شوي چې په دې سره زراعتي ځمکې له منځه ځي او د راتلونکي لپاره پر کرنه منفي تاثیرات لرلی شي، نو دا دنده د حکومت ده چې باید د دې چارې مخنیوی وکړي ځکه هغه کسان چې اوس سوداګریز مارکیټ او پاخه کورونه جوړوي په خپله طالبان دي او هیڅوک یې مخنیوی نه شي کولای نو یوازې حکومت د دې چارې مخه نیولی شي.»

د ننګرهار اقلیم د بېلابېلو کرنیزو توکو د ودې لپاره مناسب او ځمکې یې ښه حاصلات ورکوي

په ورته مهال د کرنیزو چارو کارپوه ډاکټر پیرمحمد وایي، د کرنیزو ځمکو له منځه وړل د یو هیواد پر کرنه منفي تاثیرات لري او د افغانستان په څیرهیوادونو کې د دې چارې ترسره کولو سره بې روزګاري زیاتیږي او حاصلات له کمښت سره مخ کېږي.

هغه په دې برخه کې د حکومت رول مهم بولي او وایي، د یو ځانګړي میکانېزم له لارې دې په ښار او ولسوالیو کې د استوګنیزو کورونو، تولیدي فابریکو او سوداګریزو مارکیټونو لپاره ځمکې په نښه کړي.

ډاکټر پیر محمد وویل: «د افغانستان په څیر هیواد چې زیاتره وګړي یې په کرنه بوخت دي او له همدې لارې خپل ورځني عواید لاسته راوړي، نو دا به بدې پایلې ولري چې کرنیزې ځمکې له منځه وړل کېږي او یا پرې کورونه جوړیږي، د دې چارې د مخنیوي لپاره حکومت ته په کار ده چې د هر څه لپاره سیمې مشخصې کړي او کلک بندیز دې په خلکو ولګول شي چې بیا زراعتي ځمکې په کورونو او مارکیټونو بدلې نه کړي نه یوازې دا چې په کرنه منفي تاثیرات لري بلکې په اقلیم هم بد تاثیرات لري او په دې کار سره د یو هیواد کرنه بیخي له سقوط سره مخ کېږي.»

په ورته مهال د ننګرهار کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین هم ياده ستونزه مني او وايي، په دې اړه پر يو ځانګړي طرز‌العمل کار کوي.
د ننګرهار کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد ولي محسن وایي، د طرزالعمل له مخې هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې پر کرنیزو ځمکو کورونه او یا نور رهایشي مارکیټونه جوړ کړي.

د نوموړي په خبره جلال اباد ته څیرمه او ځینو ولسوالیو کې یې د هغه کسانو مخه هم نیولي چې خپلې ځمکې په سوداګریزو مارکیټونو او استوګنیزو کورونو بدلولې.

هغه د دې چارې په مخنیوي کې د خلکو غوښتنه کوي چې د زراعتي ځمکو ساتنې په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

د ښارګوټو جوړول او ځای ورته مشخص کول د دولت دنده ده او خلک باید په دې برخه کې خپلسری اقدام ونه کړي

محسن زیاته کړه: «د ننګرهار کرنې ریاست پوره هڅه کوي چې هم په جلال اباد ښار او هم په ولسوالیو کې پر زراعتي ځمکو د کورونو او نورو رغنیزو چارو مخنیوی وکړي او په دې برخه کې مو تر ډیره کار هم کړی، ځینو کسانو چې خپلې ځمکې په استوګنیزو ځایونو بدلولې هغوی مو له کار منع کړي او دغه راز قناعت مو ورکړی او هم مو خبرداری ورکړی چې بیا به په زراعتي ځمکه رغنیزې چارې نه ترسره کوي، خو غوښتنه کوو چې په کومو سیمو کې پر کرنیزه ځمکه کور یا مارکیټ جوړیږي مونږ ته دې خبر راکړي څو په مشترک ډول د کرنیزو ځمکو له منځه وړلو مخنیوی وکړو.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې هغه سروې چې دوی ترسره کړې په کې معلومه شوې، چې اوسمهال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې له څه باندې سل زره کرنیزې ځمکې څخه نږدې ۳۰ سلنه ځمکه یي پر استوګنیزو کورونو او مارکیټونو بدله شوې ده.

په همدې حال کې جلال اباد کې د طالبانو ښاروالۍ هم دغه ستونزه مني خو وایي، په دې وروستیو کې یې د یادې چارې مخه تر ډیره نیولې او دغه راز اوسمهال په جلال اباد ښار کې ټولې رغنیزې چارې د ماسټر پلان مطابق ترسره کېږي.