close

ننګرهار کې د ډینګې ناروغۍ چټکې خپریدا خلک اندیښمن کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د ډینګې ناروغۍ پېښو چټکې خپریدا عام خلک اندېښمن کړي او وايي، څه ډول چې لازمه ده، د یادې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره روغتیایي مسوولینو قناعت کوونکي اقدامات نه دي ترسره کړي.

د دې ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکی سید عباس وایي، یاده ناروغۍ په دې وروستیو کې د چټکې خپریدا په حال کې ده او په تېرو دوو میاشتو کې یوازې په غني خېلو ولسوالۍ کې پر دینګې ناروغۍ اخته پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی له روغتیایي مسوولینو او د روغتیا په برخه کې له نورو مرسته کوونکو بنسټونو د دغې ناروغۍ مخنیوي او کنټرول په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

سید عباس وویل: «په دې وروستیو کې د ننګرهار په شینوارو، مومندرې، دور بابا، غني خېلو او نورو هغه ولسوالیو کې چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرتې دي، د ډینګې ناروغۍ په کې زیاته شوې، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د غني خېلو ولسوالۍ پنځه اوسیدونکي چې پر یادې ناروغۍ اخته وو مړه شوي له مسولاونو غوښتنه کوو چې مونږ ته روغتیایي برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د ډینګې ناروغۍ خپریدو اندېښمن کړي او وایي، په دې وروستیو کې د دغه ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکي پر ډينګې ناروغۍ اخته شوي او يو شمېر يې وژلي هم دي.

د مومندرې ولسوالۍ د پاس باسول اوسیدونکی طارق خان وایي، هغه سیمې چې له پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، د ډينګې تبې په هر دريم کور کې يو او دوه کسان نيولي دي چې د سخت روغتيايي وضعيت سره مخ دي.

طارق خان زیاته کړه: «په مومندرې ولسوالۍ کې هم د ډینګې ناروغۍ زیاته شوې او په هر دریم کور کې یو کس پر یادې ناروغۍ اخته دی او زیاتره خلک ترې مړه شوي هم دي، دا ناروغۍ ډیر په چټکۍ نورو سیمو ته د خپریدو په حال کې ده، تراوسه روغتیایي مسوولانو د یادې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په برخه کې هیڅ نه دي کړي او که همداسې بې غوري وکړي نو یاده ناروغۍ به نورو ولسوالیو ته هم خپره شي غوښتنه کوو خلکو ته باید روغتیایي خدمات وړاندې شي او عامه پوهاوی ورکړل شي.»

د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی صفدر چې پلار یې پر ډینګې ناروغۍ اخته شوی، وایي روغتیایي مسوولین دې پر ډینګې ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنې ته ځانګړی پام وکړي، څو د دې ناروغۍ د زیاتوالي مخه ونیول شي.

نوموړی وايي، چې د ډينګې تبې د درملنې درمل ګران دي او عام خلک يې د اخیستلو وس نلري، خو له دې هر څه سره سره د طالبانو د عامې روغتيا رياست ورته هيڅ پاملرنه نه کوي.

صفدر وویل: «پلار مې تازه له پاکستان راستون شوی هلته پر ډینګې ناروغۍ اخته شوی و، خو زمونږ په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د ډینګې ناروغۍ زیاته شوې ویره مو دا ده؛ که چیرې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره نه شي، نو د ټولنې زیاتره خلک به پر ډینګې ناروغۍ اخته شي چې بیا به یې کابو کول د حکومت لپاره هم سخت وي.»

په همدې حال کې د ننګرهار عامې روغتیا لپاره د طالبانو رییس مولوي امین الله شریف تاییدوي چې د ډینګې ناروغۍ د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې زیاته شوې.

نوموړی زیاتوي، د تېرو څو اوونیو په پرتله اوسمهال یاده ناروغۍ یو څه کنټرول شوې او په هغه سیمو کې چې پر ډینګې ناروغۍ خلک اخته شوي وو، هلته یې سیار روغتیایي ټیمونه استولي دي.

د عامې روغتیا رییس د یادې ناروغۍ اصلي لامل له پاکستان څخه هیواد ته د افغان کډوالو راستنېدل یادوي.

شریف په خپلو خبرو کې وویل :«ننګرهار کې د ډینګې ناروغۍ تورخم ته څیرمه ولسوالیو کې زیاته شوې او اصل لامل یې دا دی، چې کومې لارۍ یا کډوال چې له پاکستان راستنیږي دا ناروغۍ هم ورسره هیواد ته انتقال شوې ده او مونږ په دې برخه کې ټولو روغتیایي مرکزونو ته درمل لیږلي او دغه راز مو سیار روغتیایي ټیمونه د نورو مرستندویه ادارو په مرسته ساحو ته استولي او اوسمهال دا ناروغۍ کنټرول شوې ده خلک دې د ډينګې په اړه هېڅ تشویش نه کوي او د دې ناروغۍ ډېرښت په تړاو خپاره شوي ريپوټونه ناسم دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د روغتیا نړیوال سازمان هم د هېواد په ختیځ کې د ډینګې تبې د خپرېدو خبرداری ورکړی و.

ډينګي يوه ويروسي ناروغۍ ده چې د «آئدس» ماشي له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.

په سر، شا او ملا کې درد، شدیده تبه او ځینې وخت د بدن په بېلابېلو برخو کې خارښت او جوش د دې ناروغۍ نښې دي.