اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د خوست ولایت په «باک» ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د «اخلاقي فساد» په تور په عام محضر کې په درو وهلې ده.
دې محکمې ویلي چې دا ښځه نن (سېشنبه، ۲۹ د لړم) د خوست د باک ولسوالۍ د ابتداییې محکمې په امر په درو وهل شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې له اعلامیې سره سم، دا ښځه ۳۹ درې وهل شوې او په پنځه میاشتې تنفیذي بند محکومه شوې ده.
پر دې ښځې د درې وهلو حکم د طالبانو د ځايي چارواکو او کارمندانو او همدا راز د یو شمېر ځايي خلګو په شتون کې عملي شوی دی.
دا دویمه ښځه ده چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې په درو وهل کېږي.
دې ډلې تېره ورځ د بغلان ولایت په مرکز کې هم یوه ښځه په عام محضر کې په درو وهلې وه.