اطلاعات روز: «د افغانستان ازادۍ جبهې» د بغلان په نهرین کې د صوفیانو پر عبادت ځای برید کې د لسو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د دغه برید اصلي عاملین «د طالبانو ډله او د هغوی فکري ملګري» دي.
دغې جبهې نن (شنبه، ۳ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د «طریقت او تصوف د پلویانو په وحشیانه وژنه» سخت خواشیني دي.
د دغې جبهې د اعلامیې له مخې، طالبانو او د دغې ډلې فکري ملګرو په تیرو دریو کلونو کې د اسلامی مذهبونو په پیروانو او حتی د اهل سنتو په فرقو باندې فشار راوړی او په مختلفو طریقو یې د هغوی د ځپلو لړۍ جاري ساتلې.
دغه جبهې زیاته کړې: «د طریقت او تصوف د پیروانو وژل او همدارنګه د شیعه ګانو او اهل سنتو مذهبونو د نورو فرقو وژل، د طالبانو، داعش، القاعده شبکې او د هغوی د نورو سیمه ییزو متحدینو د هدفي اقداماتو دوام دی. د پاکستان تحریک طالبان او هغه ترهګرې ډلې چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په پولو کې فعالې دي، د نړۍ د ټولو اسلامي جهادي ډلو د نښلولو نقطې په توګه د طالباني فاشیزم د پیاوړتیا لپاره کار کوي.»
«د افغانستان ازادۍ جبهې» له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان او سیمې د خلکو د بشري حقونو او انساني کرامت د ساتنې په لاره کې عمل وکړي او په معقولو او معنادارو اقداماتو سره په افغانستان کې د بشري امنیتي وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي.
د تېرې پنجشنبې په شپه وسله والو کسانو د بغلان د نهرين ولسوالۍ د زاړه ښار په «زیارت سید پاچا اغا سادات» کې پر عبادت کوونکو برید وکړ چې له امله یې ۱۰ کسان ووژل شول.
بغلان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې برید کې د نهرین ۱۰ تنه اوسېدونکي چې د ذکر په حال کې وو، وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، د دې برید په تړاو یې څو تنه شکمن کسان نیولي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.
د اهل تصوف عبادتځایونه مخکې هم د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.