اطلاعات روز: د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولینو په دغه ښار کې چرګ پلورونکو ته خبرداری ورکړی، چې نور دې د ښار په داخل کې د سړک پر غاړه ژوندي چرګان نه پلوري او نه دې په خپل دوکان کې حلالوي، چې دا پریکړه چرګ پلورونکي په خپل زیان بولي، خو عام خلک یې د ښاري نظم په برخه کې پرځای اقدام بولي.
د یادې پریکړې په غبرګون کې په جلال اباد ښار کې د ژوندي چرګانو پلورونکو لاریون هم کړی و او دا يې د دوی د کاروبار پر وړاندې د خنډ جوړولو لپاره د طالبانو یوه دسیسه بللې ده.
د فضل الحق په نامه یو کس چې د جلال اباد ښار څلورمې ناحېې اړوند چپرهار هډه کې د ژوندیو چرګانو دوکان لري وایي، د جلال اباد ښاروالۍ پرې ټکس لوړ کړی او دغه راز یې تازه دوی ته خبرداری ورکړی چې نور د ښار په داخل کې د چرګانو د حلالې حق نه لري.
نوموړی زیاتوي د ښاروالۍ مسوولینو له ټول چرګانو پلورونکو په ټینګار سره غوښتنه کړې چې، نور دې د ښار د سړکونو پر غاړو چرګان په خپلسري ډول نه حلالوي او د دوی له لوري جوړ شوي مسلح کې دې دا کار ترسره کړي.
فضل الحق وویل: «ښاروالۍ راڅخه د هر دوکان پر سره پیسې اخلي او تازه یې ویلي چې نور به په خپل دوکان کې چرګان نه حلالوي او دا به ځانګړي مسلح ته انتقالوئ، چې دا کار زمونږ لپاره سخت تمامیږي او دغه راز زمونږ مزدوري پکې نه پاتې کېږي نو غوښتنه کوو چې زمونږ د کار پر وړاندې دې خنډ نه جوړوي او مونږ دې د کار زمینه برابره کړي.»
په جلال اباد ښار کې د ژوندیو چرګانو نور پلورونکي هم ورته ستونزه بیانوي او وایي، چې ښاروالۍ یې په ښارکې د چرګ حلالې ته نه پریږدي.
د چرګانو پلورونکو په خبره په مسلح کې د یو چرګ د حلالې پر سر ترې پنځه افغانۍ اخیستل کیږي چې د دوی لپاره یې د ګټې پر ځای تاوان ډیر وي.
په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند بختي جان مراد هم مني، چې دوی د ښار په داخل کې د چرګ په حلالې بندیز لګولی دی.
نوموړی وایي، د چرګانو پلورونکو ته مو په ملیونونو افغانیو د حلالې مسلخ جوړ کړی او د حلالې قرارداد مو ورته کړی دی. د هغه په خبره چې دوی دا بندیز یې د ښار د پاکوالي په موخه ترسره کړې او دغه راز خلکو ته د صحي غوښو لاسرسي په موخه ترسره کړی دی، ځکه په خبره یې ډیر کله د پلورونکو له لوري مړه چرګان پر عامو خلکو د ژوندیو چرګانو په نوم پلورل کېږي چې خلک یې په مختلفو ناروغیو اخته کړي دي.
مراد وویل: «مونږ دا کار په ښار کې د چټلۍ د مخنیوي په موخه کړی د همدې چرګانو حلالې له کبله ډیر کله د ښار په داخل کې بد بوی وي او خلکو ته روغتیایي ستونزې رامنځته کوي، په دغه جوړ شوي مسلح کې به ټول چرګان چې د پلور په موخه وړاندې کیږي همدلته حلالیږي او معیاري غوښه به هیوادوالو ته د خرڅلاو په موخه وړاندې کېږي هیڅ چرګ پلورونکی حق نه لري چې په خپلسري ډول چرګان حلال کړي او بیا یې وپلوري.»
مراد په ټینګار سره وویل، چې ټول دوکاندار مکلف دي چې په مسلخ کې خپل چرګان حلال او بيا يې دوکانونو کې غوښه وپلوري.
نوموړي همداراز وویل، د دې پرېکړي پلې کول به له یوې خوا د ښار پاکوالي او له بلې خوا د خلکو د اندېښنو لېرې کېدو لامل شي.
په همدې حال کې د جلال اباد ښار اوسیدونکي هم د ښاروالۍ یاد اقدام ستایي او وایي، په ښار کې د سړکونو پر غاړو د چرګانو پلورځایونو ډېرېدو له امله چاپېریال ککړ شوی دی.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی منصف احمد وایي، د ښار په هر واټ کې لسګونه د چرګانو پلورځایونه شته چې حفظ الصحې ته له پام پرته د سړکونو پر غاړې چرګان حلالوي.
نوموړی په ټینګار سره وایي، ښاروالۍ ته په کار ده چې د ښاري نظم په برخه کې ورته نور اقدامات هم ترسره کړي، ځکه په خبره یې په جلال اباد ښار کې ښاري بې نظمي ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده چې له کبله یې ښاریان له ستونزو سره مخ دي.
منصف احمد زیاتوي: «دا یې ډیر ښه کار کړی چې ټول چرګان په یو مشخص مسلح کې حلالیږي او بیا به پلورل کېږي، ډیر کله دا ظالمان پر خلکو مردار چرګان هم پلوري او دغه راز په کار ده کوم چرګان چې په هوټلونو کې پخیږي دا هم باید برسي شي او نظارت دې پرې زیات شي دغه راز د ښاري نظم لپاره باید نور کار هم وشي ځکه ښار کوچنی او ښاري نظم پکې نشته.»
د جلال اباد ښار ځینې نور اوسیدونکي له دې سربېره پر هوټلونو او دغه راز پر قصبانو هم د څار غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اطلاعات روز ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي و، چې طالبانو په دغه ولایت کې د چرګانو په فارم لرونکو مالیه لوړه کړې او د دوی کاروبار یې ټکنی کړی دی.