اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر د نښتې له امله دوه تنه مړه او د یوې ماشومې په ګډون درې نور ټپیان شوي.
سرچینه وایي چې دا پېښه نن (یکشنبه، ۵ د لیندۍ) د وټه پور ولسوالۍ د (قرو) کلي په «ګټې» سیمه کې را منځته شوې.
سرچینې ویلي، دا پېښه د دوو وروڼو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته را منځته شوې او پر یو-بل یې د کلاشینکوف ډزې کړې دي.
کونړ کې د طالبانو سیمهییزو امنیتي مسوولینو دا پېښه تایید کړې او وایي چې د پېښې څېړنې یې پیل کړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې تېره ورځ د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې هم د غره پر سر د نښتې له امله یو دیني عالم وژل شوی و.