اطلاعات روز: زابل کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې وسلوالو غلو د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند په «جنډه» سیمه کې یو ځوان وژلی او د هغه موټر یې له ځان سره بېولی دی.
د سرچینو په وينا، وسلوالو غلو نن (سې شنبه، ۶ د لیندۍ) دا ځوان چې د کندهار د ژړۍ ړلسوالۍ اصلي اوسېدونکې و، وژلی او «فرونر» ډوله موټر یې ورڅخه بېولی دی.
سرچینو زیاته کړې چې نوموړي ځوان شاوخوا ۲۹ کاله عمر درلود او د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې يې د ګازو شرکت او موټرونو پلورنځی درلود.
زابل کې د طالبانو ځايي امنیتي چارواکو هم دا پېښه تایید کړې او زیاتوي چې دا ځوان د نامعلومو وسلوالو لخوا د توپنچې په ډزو وژل شوی.