اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان کړی چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن حاضر شوی چې له افغانستانه د دې هیواد د ځواکونو د وتلو په تړاو شاهدي ورکړي.
دې کمیټې نن (سېشنبه، ۶ د لیندۍ) د اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې بلینکن به د ډسمبر پر یوولسمه دې کمیټې ته په حاضرېدو سره له افغانستانه د وتلو په تړاو شاهدي ورکړي.
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایک مک کال ويلي چې هیله لري د ښاغلي بلینکن شاهدي به د امریکا د خلګو، افغان متحدینو او د هغو سرتېرو د کورنیو د ځواب او شفافیت غوښتنې امیدونه پوره کړي چې له افغانستانه د وتلو پر مهال ووژل شول.
ده زیاته کړې چې متأسفانه ښاغلي بلینکن تر هغه وروسته د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې شاهدي ورکولو ته چمتو شو چې دې کمیټې یې د نه همکارۍ د تور بهیر پیل کړی و.
مک کال زیاته کړې: «په داسې حال کې چې هیله مې درلوده چې دی به داسې مهمه غونډه د وزیر په توګه د ده د دورې وروستیو شېبو ته نه پرېږدي، خو بیا هم د ده د شاهدۍ اورېدو ته لېوال او د مهمو پوښتنو په طرح کولو بوخت یم تر څو د جرګې له جمهوري غوښتونکو او راتلونکې حکومت سره مرسته وکړم او ډاډه شم چې داسې څه بیا هیڅکله هم نه پېښېږي.»
د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې تر دې وړاندې په ځلونو له انتوني بلینکن څخه غوښتي و چې له افغانستانه د دې هیواد د وتلو په تړاو شاهدي ورکولو ته حاضر شي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا غوښتنې نه وې منلې.
کله چې ښاغلی بلینکن د سپټمبر پر ۲۴ د دې کمیټې له لوري پلان شوې غونډې ته حاضر نشو، د دې کمیټې له لوري «کنګرې ته په سپکاوي» تورن شو او د کنګرې د تایید په صورت کې به دا قضیه د امریکا د عدالت وزارت ته د ارزونې لپاره تله.