اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د رسنیو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دې ډلې د رسنیو د فعالیت لپاره فضا ننګوونکې کړې او خبریالان له زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دي. یوناما د تېرو درو کلونو پر مهال د ۳۳۶ خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د بشري حقونو د نقض پېښې مستندې کړې دي چې په دې کې د نیولو او توقیف ۲۵۶ موارد، ۱۳۰ د شکنجې او بد چلند او ۷۵ نور د ګواښ موارد شامل دي.
د یوناما دا راپور چې نن (دوشنبه، ۶ د لیندۍ) خپور شوی، د ۲۰۲۱ له اګست څخه بیا د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰ پورې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت رانغاړي.
یوناما په خپله اعلامیه کې ويلي چې په دې راپور کې یې هغه زیاتېدونکې ننګونې مستندې کړې دي چې رسنۍ او خبریالان ورسره مخ دي. د دې راپور پر بنسټ، خبریالان او رسنیز کارمندان تر سخت سانسور او اطلاعاتو ته د لاسرسي تر سختو محدودیتونو لاندې فعالیت کوي.
د یوناما په وینا، د رسنیو ښځینه خبریالانو او کارمندانې په ځانګړې توګه له بندیزونو او تبعیضي اقداماتو سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ويلي: «د هر هیواد لپاره د ازادو رسنیو درلودل یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده. په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارمندان په سخت حالت کې فعالیت کوي. د نامشخصو قواعدو په نشتون کې دوی نه پوهېږي چې د څه په اړه راپور ورکولای شي او د څه په اړه نه، دوی د هغه څه چې انتقاد ګڼل کېږي له امله د ډار او خپلسرې نیونې خطر مني.»
دې له طالبانو غوښتي چې د ټولو خبریالانو او رسنیزو کارمندانو مصوونیت او امنیت دې تضمين کړي او په رسنیزه برخه کې دې د ښځو د حضور ارزښت په رسمیت وپېژني.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ولکر ترک د یوناما د راپور موندنې اندېښمنوونکې بللې دي او له واکمنو چارواکو یې غوښتي چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق په ګډون دې نړیوالو قوانینو ته د افغانستان له تعهداتو سره خپل اقدامات برابر کړي.
یوناما په خپله اعلامیه کې ويلي چې د نړیوالې ټولنې له لوري له رسنیزې برخې سره د تخنيکي او مالي ملاتړ کمښت هم د دې برخې د کمزوري کېدو لامل شوی دی او په مستقیمه توګه یې هغو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې چې د افغانستان پر خلګو اغېز لري، د دوی وړتیا کمه کړې ده.
د یوناما رییسې ويلي: «په افغانستان کې د رسنیو تخنيکي او مالي ملاتړ او له دې لارې د بیان د ازادۍ پر ارزښت او عمومي بحثونو ټینګار د هیواد د ودې لپاره ډېر مهم دي.»
د رسنیز فعالیت درېدل
د یوناما په وینا، د جمهوریت پر مهال په افغانستان کې رسنیز سکتور په پام وړ توګه وده کړې وه، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵ وروسته ډېری رسنیو خپل فعالیت درولی دی.
د یوناما له راپور سره سم، د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې ۵۴۳ رسنیو فعالیت کاوه او ۱۰ زره او ۷۹۰ کارمندان یې درلودل، خو د ۲۰۲۱ په نومبر کې له دې رسنیو څخه ۴۳ سلنه یې وتړل شوې او د رسنیزو کارمندانو شمېر هم څلور زرو او ۳۶۰ تنو ته راکښته شو.
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې د رسنیو ۸۴ سلنه ښځینه کارمندانو خپلې دندې بایللې دي. ویل کېږي چې اوس مهال په ځینو ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله نشته.
د یوناما په وینا، د عوایدو او بهرنیانو د مرستو قطع کېدل، د خبریالانو ډلییزه کډوالي او د طالبانو بندیزونه د رسنیو د تړل کېدو لاملونه دي.
یوناما ويلي چې طالبانو د رسنیز فعالیت لپاره فضا ننګوونکې کړې چې د سانسور او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي لامل کېږي. له دې سره-سره یوناما زیاته کړې چې د طالبانو په واکمنۍ کې خبریالان د خپلو وظیفو د ترسره کولو له امله له ډار او ګواښ، نیولو او خپلسري توقیف، بد چلند او قضايي تعقیبونو سره مخ دي.
د یوناما په راپور کې ویل شوي: «د واکمنې ادارې د چارواکو اقدامات او د خپرونو په منځپانګه او د رسنیو په داخلي فعالیتونو کې لاسوهنه د رسنیو د له منځه وتلو یو تر ټولو لوی لامل دی.»
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې دې دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د ۳۳۶ خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د بشري حقونو نقض مستند کړی دی او په دې کې د نیونې او خپلسري توقیف ۲۵۶، د شکنجې او بد چلند ۱۳۰ او د ویرونې او ګواښ ۷۵ موارد شامل دي.
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د کار د ډول په تړاو د وضاحت نشتون او له ډارونې، نیونې او توقیف څخه د طالبانو استفاده د ځان سانسورۍ لامل شوې او د بیان پر ازادي یې منفي اغېز کړی دی.
پر رسنیو د طالبانو بندیزونه
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو فعالیت له یو لړ بندیزونو سره مخ دی؛ په دې لړ کې یو محدودیت د موسیقۍ او هغه فلم پر خپرولو بندیز دی چې موسیقي ولري او ښځه پکې ښوول شوې وي.
له دې راپور سره سم، د رسنیو په دفترونو کې باید ښځې او نارینه جلا کار وکړي او د خپرونو ښځینه او نارینه چلوونکي باید په یوه خپرونه کې یو ځای راښکاره نه شي. همدا راز، ښځینه خپرونې وړاندې کوونکې باید خپل مخ وپوښي.
همدا راز، په ځینو ولایتونو کې ښځې اجازه نه لري چې له راډیويي خپرونو سره اړیکه ونيسي، مګر دا چې خپرونه د ښځو لپاره د روغتيايي او ديني موضوعاتو په اړه وي.
یوناما په خپل راپور کې ويلي، کومو رسنیو چې نشوای کولای دا بندیزونه عملي کړي، هغه تړل شوې او یا یې هم له فعالیته لاس اخیستی دی.
د یوناما له راپور سره سم، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر رسنیو بندیزونه نور هم سخت کړي. په دې نویو بندیزونو کې د ژوندیو شیانو د انځور خپرول منع شوي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په پلي کېدو سره په ځینو ولایتونو کې د انځوریزو رسنیو فعالیت درول شوی او همدا راز خبریالان له ژویو د انځور اخیستلو اجازه نه لري. طالبان وايي چې دا قانون په تدریجي توګه عملي کوي.
په تبعید کې د فعالو رسنیو په چارو کې لاسوهنه
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځيني رسنۍ له هیواده بهر انتقال شوې دي. د یوناما په وینا، دا رسنۍ د طالبانو د مقرراتو بر خلاف فعالیت کوي او نشي کولای چې په افغانستان کې دننه د فعالیت اجازه تر لاسه کړي.
د یوناما په وینا، دا رسنۍ په دوامداره توګه د طالبانو له لاسوهنې او بندیز سره مخ دي.
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې کوم خبریالان په تبعید کې د فعالو رسنیو لپاره کار کوي، هغوی پټ فعالیت کوي او تر ډېره حده د نیونې له ګواښ سره مخ ديږ
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې طالببان د هغو بهرنیو خبریالانو په کار کې هم لاسوهنه کوي چې د نړیوالو رسنیو لپاره کار کوي او له هغوی یې غوښتي دي چې لومړی دې ورسره خپله سوژه د مرور او تایید لپاره شریکه کړي.
ویل کېږي چې طالبانو بهرنیو خبریالانو ته ويلي چې د ویزې ورکړه د رسنیز لارښود تر رعایتولو او «سرو کرښو» ته په درناوي پورې تړاو لري.
د یوناما له راپور سره سم، طالبان هغه راپورونه چې پر ښځو او نجونو لګول شویو بندیزونو، د داعش بریدونو او د القاعدې او پاکستاني طالبانو په څېر د ترهګرو ډلو شتون ته پکې پاملرنه شوې وي، نامناسب بولي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه
د یوناما په راپور کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د ستونزې په اړه ویل شوي چې د رسنیو محدود کاري چاپېریال او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزو د رسنیو د راپورو پر دقت اغېز کړی او د ناسمو اطلاعاتو د زیاتوالي زمینه یې برابره کړې.
د هغې سروې له مخې چې د ۲۰۲۳ کال په سټمبر کې د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې له لوري ترسره شوې، له ۴۳۳ پوښتل شویو خبریالانو څخه یوازې یو سلنې خبریالانو په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت ښه بللی دی.
د یوناما په وینا، اطلاعاتو ته لاسرسی ننګوونکې دی په ځانګړې توګه په هغو موضوعاتو کې چې د طالبانو لپاره حساس وي لکه امنيتي پېښې، لاریونونه، زده کړو ته لاسرسی او د بشري حقونو موضوعات.