close

اروپایي اتحادیه: بشري حقونه د قوي دولت د جوړولو او د افغانستان د ملت د نېکمرغۍ لپاره حياتي دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ د «بشري حقونو د نړیوالې ورځې» په مناسبت ويلي چې بشري حقونه په افغانستان کې د یوه قوي دولت د جوړولو او د دې هیواد د خلګو د نېکمرغۍ لپاره حياتي ارزښت لري.

دې استازولۍ نن (سې‌شنبه،۲۰ د لیندۍ) پر ایکس ليکلي چې «اروپایي اتحادیه یو ځل بیا د افغانستان د ټولو وګړو پر بشري حقونو په ځانګړې توګه د کار او زده کړې لپاره د ښځو پر حق ټینګار کوي».

دا په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د افغانستان د وګړو بشري حقونه په پراخه توګه نقض کړي دي.

دې ډلې ښځې او نجونې د کار او زده کړو له حقونو محرومې کړې دي او د قومي او مذهبي لږکیو پر حقونو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.