اطلاعات روز: په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په شمول د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندیښنې شته دي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دې ډلې په اند د «خلګو حقونه» تأمین دي.
ده نن (دوشنبه، ۲۰ د لیندۍ) د بشري حقونو په نړیوالې ورځې په یوه غږیز کلیپ کې چې د طالبانو تر مدیریت لاندې ملي ټلویزون خپور کړی، ويلي چې د بشریت مهم حق د انسانانو د ژوند ژغورنه ده او د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته د مرګ ژوبلې مخه نیول شوې ده.
د طالبانو ویاند ادعا کړې چې د دې ډلې عدلي او قضايي بنسټونه او د شکایاتو اوریدلو اداره د افرادو د حقونو د تأمین په برخه کې فعالیت کوي.
ده ويلي: «زموږ په نظر د خلګو حقونه تأمین دي چې [پخوا] ضایع کېدل، له خطر او ستونزو سره مخ وو.»
د طالبانو ویاند ادعا کړې چې دې ډلې د افغانستان د ارزښتونو په چوکاټ کې حقونه تعریف کړي او هغه پلي کوي.
د طالبانو چارواکي بشري حقونه او د ښځو حقونه «لوېدیځ کلتور» بولي.
دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په شمول نړیوال بنسټونه له طالبانو غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان تعهداتو ته ژمن پاتې شي. بشري حقونو ته درناوی له دې ډلې سره د تعامل لپاره د هیوادونو شرطونه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر نن (سشنبه، ۲۰ د لیندۍ) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ويلي چې طالبان دې د بشري حقونو نړیول تعهدات د دې هیواد د اوسني او راتلونکې نسل د خوندیتوب او ښېرازۍ لپاره ومني.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې روزا اوتنبایوا ويلي چې چې د امنیت له ښه والي او د تاوتریخجنو وسلوالو شخړو له کمښت سره-سره د بشري حقونو د خوندیتوب او ملاتړ په موخه اقدامات مخ پر کمېدو دي او ښځې او نجونې یې تر ټولو دروند بار پورته کوي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر بنسټیزو حقونو او ازادیو سخت بندیزونه لګولي دي. اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې د کار او زده کړې کولو له حق څخه بې برخې دي.