اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شاژدافیرې کیرن ډیکر د «بشري حقونو د نړیوالې ورځې» په مناسبت د افغانستان د ټولو خلګو په وړاندې د ښوونځیو او زده کړییزو مرکزونو د پرانیستنې غوښتنه کړې.
اغلې ډیکر نن مازیګر (سېشنبه، ۲۰ د لیندۍ) پر ایکس ليکلي: «ښوونه او روزنه د روغتیا او نېکمرغۍ لومړنی شرط دی.»
دې زیاته کړې: «ټولې افغانې ښځې او نجونې د روغتیا او ښه فرصت مستحق دي. دوی د دې وړ دي چې خپل ژوند په عزت سره تېر کړي. نن او یا به بله هره ورځ پر دې حقونو مذاکره نشي کېدلای.»
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې متوسطه او لیسې ښوونځیو او پوهنتونو ته له تلو منع کړې.
دې ډلې په خپل تازه اقدام کې ښځې په طبي انسټیټوټونو کې هم له زده کړې کولو راګرزولې دي.
د افغانستان وګړو او نړیوالې ټولنې بیا-بیا د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز د لغو کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.