close

امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د څار کمېټې موده د ۱۴ میاشتو لپاره وغځوله

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره، د طالبانو او اړوندو اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې چې د افغانستان سوله او امنیت ګواښي، د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د ۱۴ نورو میاشتو لپاره غځولی دی.

د بندیزونو د ملاتړ او څارنې تحلیلي ټیم یوه فرعي اداره ده چې د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د رژیم د تطبیق څارنه کوي.

د امنیت شورا پرون (جمعه، ۲۳ د لیندۍ) د ۲۰۲۴ کال ۲۷۶۳ پریکړه لیک په تصویبلو سره د څارنې ډلې ته امر وکړ چې د بندیزونو د نه پلي کیدو د قضیو په اړه چې په هغو کې د پیسو او شتمنیو کنګل کول، د سفر مخنیوی او د وسلو او اړوندو تجهیزاتو اکمال او لیږد شامل دي معلومات راټول کړي.

د امنیت شورا په غونډه کې د دغه پریکړه لیک د تصویب په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو استازې ویلي، چې امنیت شورا د پریکړه لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه همداراز د بشردوستانه مرستو لپاره د طالبانو د کړنو او شرایطو د ارزونې په برخه کې د څارونکي ټیم د راپورونو پر اړین رول ټینګار کړی.

د امریکا استازي طبي زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي د ځنډولو په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي «د څارنې د ډلې کار په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د لږکیو د افرادو په حقونو باندې د طالبانو لخوا زیاتیدونکي محدودیتونو ته په پام د پام وړ دی.».

د چين استازي د دې موافقې د هرکلي په ترڅ کې پر دې ټينګار کړی، چې د ۱۹۸۸ کال بنديزونه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره رامنځته شوي او د بشري حقونو د مسايلو د حل لپاره مناسب پلټفارم نه دی.

هغه ویلي،  چې د افغانستان خاوره د ترهګرو د ملاتړ او د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره نه شي کارول کېدای.  د چین استازي له طالبانو غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د چین استازي له اړوندو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ خوشې او بېرته ورکړي او د یو اړخیز بندیزونو له لګولو ډډه وکړي.

د هغه روسي سیال هم په افغانستان کې د بشري حقونو مسلو ته د تمرکز د اړولو د هڅو پر وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا هڅې «پر طالبانو د بندیزونو د لګولو د دلایلو برعکس دي».

هغه د بندیزونو د رژیم د بیا کتنې او د داعش له خوا د رامنځته شوي ګواښ د له منځه وړلو اړتیا ته په اشارې سره وویل: «په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او له هغې هاخوا ثبات پورې اړه لري».

د امنیت شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا د افغانستان په اړه خبرې وکړې او د طالبانو د محدودو سياستونو دوام او د افغانانو په ژوند يې د هغو پايلو ته اشاره وکړه.

هغې وویل، ١٢٠٠ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوي او ښځې او نجونې په تدريجي ډول د ژوند له ټولو برخو څخه د شړل کیدو سره مخ دي.

میرمن اوتنبایوا په طبي انسټیټونو کې د نجونو د زده کړو د منع په اړه هم یادونه وکړه او ویې ویل چې د هغې پلي کول به د ښځو او نجونو، نارینه او هلکانو، ټولې ټولنې او هیواد لپاره وژونکي پایلې ولري؛ ځکه چې د افغانستان اتباع به د ټولو لپاره د یوه اغیزمن روغتیايي سیستم له لرلو بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ویلي، چې له طالبانو یې په کلکه غوښتي، چې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۴ غړو هېوادونو چې امریکا، بریتانیا او فرانسې او د دې شورا دایمي غړو په ګډون په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې له بشري حقونو څخه «سیستماتیک سرغړونې» پای ته ورسوي او هغه فرمانونه چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي لغوه کړي او د افغانستان تعهداتو ته درناوی وکړي.

دغو هېوادونو په ډاګه کړې، هغه وضعیت چې طالبان یې په لټه کې دي، د دې لارې په دوام سره د لاسته راوړلو وړ نه دي.