د هیواد په سویل لویدیځ نيمروز کې پر نشه یې توکو د روږدو کسانو شمیر تر بل هر وخت زیات شوی، چې له امله یې په تېره يوه مياشت کې ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا ولايت چې د ايران سره ګډه پوله لري، د نشه یي توکو د قاچاق او استعمال لپاره يو له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي. د معلوماتو له مخې دغلته نږدې ۱۳ زره کسان په نشه یي توکو اخته دي، چې له ډلې یې ۵۰۰۰ کسان په لارو کوڅو کې ژوند کوي.
که څه هم نيمروز کې د طالبانو مسوولين وخت ناوخت د روږدو د نيولو او درملنې خبر ورکوي، خو ځایي سرچینې وایي چې دغلته د قاچاقبرو ترڅنګ ځينې طالب چارواکي هم د نشه یي توکو په سوداګرۍ کې لاس لري او دا چاره د روږدو د زیاتیدو لامل شوې.
د نيمروز اوسيدونکی شيراغا په دې ولايت کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د ډيريدو لامل فساد بولي او وایي هغه ادارې چې د نشه یي توکو د مخنيوي په برخه مبارزه کوي تر ډيره د نشه یي توکو د قاچاقبرو سره لاس لري او پیسې ترې ترلاسه کوي.
نوموړی زیاتوي، چې د نيمرز په مرکز زرنج ښار کې داسې ډيرې کوڅې او کورونه شته چې نشه یي توکي پکې پلورل کېږي او طالب مسوولین پرې ښه خبر دي، خو په وینا یې چې تراوسه یې د مخنیوي په برخه کوم اقدام نه دی شوی.
هغه وویل: «دلته چې څومره کسان په نشه یي توکو اخته دي ټول لامل يې قاچاقبران او په نيمروز ولايت کې هغه مسوولين (طالبان) دي چې صرف په نوم د نشه یي توکو د مخنيوي په برخه کې فعاليت لري ځکه همدغه مسوولين د هغو کسانو سره په دغه پروسه کې ښکيل دي چې نشه یي توکي پلوري. په عامو کوڅو او کورونو کې نشه یي توکي پلورل کېږي خو مخنيوي ته يې تراوسه هيچا هم پام نه دی کړی د دې پرځای چې باید په نشه یي توکو روږدي راټول شي اول يې لامل باید پیدا شي.»
نيمروز کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیريت وايي، چې په دې ولايت کې د ۱۲ زرو څخه تر ۱۳ زره پورې کسان په نشه توکو اخته دي چې له جملې څخه يې ۵ زره کسان سرپنا نه لري او د زرنج ښار په کوڅو کې ژوند کوي.
دغه کسان چې په لويو لارو او کوڅو کې په ډير بد وضعيت کې ژوند کوي، یو شمیر یې بیا د همدې کبله ژوند له لاسه ورکوي.
د اطلاعات روز د راټولو شویو معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال د نومبر مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د نيمروز د زرنج ښار په بېلابېلو کوڅو او ځايونو کې د روږدو کسانو ۵۰ جسدونه موندل شوي او زرنج کې د طالبانو د ښاروالۍ له لوري خاورو ته سپارل شوي دي.
يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ډيری دغه کسان د لوږې خراب روغتيايي وضعيت او د هوا د يخ والي له امله مړه شوي دي.
موږ په زرنج ښار کې د يوې داسې کورنۍ سره خبرې کړي چې د کورنۍ غړی يې ایران کې په نشه یي توکو اخته شوی او کورته په راستنیدو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغې کورنۍ يو غړی روزخان وايي، چې ورور یې درې کاله مخکې ايران ته په مزدورۍ پسي تللی و، خو کله چې راستون شو په نشه یي توکو اخته شوی و.
نوموړی زیاتوي، چې څلور مياشتې يې د ورور پر درملنه تيرې کړې او له نشه یي توکو څخه روغ شو، خو په وینا یې چې د کار د نشتون له امله يې ورور بیاځلي په نشه توکو اخته او وروسته يې د زرنج ښار په يوې کوڅه کې جسد وموندل شو.
هغه وايي، چې د کاري فرصتونو نشتون، د اقتصادي ستونزې، نشه یي توکو ته اسان لاسرسی او ايران هېواد ته د خلکو تګ هغه ستر لاملونه دي چې له امله يې ځوانان په نشه یي توکو اخته کېږي.
روزخان وویل: « زما ورور ايران هېواد ته په مزدوري پسې تللی و هلته په نشه یي توکو اخته شوی و، کله چې دلته راغی موږ يې درملنه وکړه، خو بیاځلي پرې اخته شو اصلي لاملونه د کار نشتون او نشه یي توکو ته اسانه لاسرسی دی په يوه ولايت کې هم په دومره پريمانه ډول نشه یي توکو ته لاسرسی نه کېږي لکه دلته په نيمروز ولايت کې چې ورته لاسرسی کېږي که چيرې دغه د نشه یي توکو د پلورولو مرکزونو ته حکومت پاملرنه وکړي باور وکړئ چې دومره زيات کسان به په نشه یي توکو نه اخته کېږي.»
بلخوا نيمروز کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مسوولين هم مني چې په دې ولايت کې په پراخه کچه نشه یي توکي شته، خو زياتوي چې وخت ناوخت یې د نشه یي توکو د پروسېس او پلور پر مرکزونو عمليات کړي او په زياته اندازه نشه یي توکي یې له منځه وړي دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ څخه په يوې ځانکړې راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هره ربعه کې په ياد ولايت کې نيول شوي سلګونه ټنه نشه توکي د دوی د ځواکونو لخوا سوځول کېږي.
طالب مسوولين دغه راز وايي، چې دامهال په نيمروز کې په نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې دوه مرکزونه شتون لري چې پکې سلګونه روږدي د درملنې په موخه بستر شوي دي.
په دې ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مدیر ملا عبدالواسع ریحان وايي، اوس مهال د دوی سره په دغه روغتيايي مرکزونو کې تر ۲۰۰۰ زيات روږدي کسان بستر دي.
د نيمروز ورهاخوا په ټول هیواد کې په دې ورستيو کې د کاري فرصتونو د نشتون او نشه یي توکو ته اسان لاسرسی د دې لامل شوی چې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمير زيات شي.