اطلاعات روز: د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان (سېو ده چلډرېن) ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ماشومانو لپاره بې رحمه کال بللی او ویلي یې دي چې : «اقتصادي بحران، پرله پسې وچکالۍ او سیلابونه د دې لامل شوي چې ماشومان کافي خواړه ونه لري.»
دغه سازمان ایکس کې پر خپله پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د ماشومانو سره مرسته کوي، ترڅو له خوارځواکۍ څخه ورغیږي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې.
د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه نوي زیږیدلي ماشومان، او شیدې ورکونکې میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی، چې سږکال په افغانستان کې ۲.۹ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا په افغانستان کې بشري عملیات د بودیجې له کمښت سره مخ دي. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال لپاره د څه باندې درې میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو د دغه سازمان په وینا د غوښتل شوې بودیجې لږه برخه ورکړل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونو ډېر خلک مرستو ته اړتیا لري.