close

ننګرهار کې د یوې ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په بهسود ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن (شنبه، ۲۴ د لېندۍ) له غرمې وړاندې د بهسود ولسوالۍ اړوند «بلند غر» سیمه کې د یوه کرولا ډوله او ټوډي موټر ترمنځ شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په ټپیانو کې یوه ښځه هم شامل ده، چې ډاکټرانو یې وضعیت نازک ښودلی دی.

له دې دوه ورځې وړاندې د لغمان الینګار ولسوالۍ اړوند «ادهار» سیمه کي هم د یو موټر سایکل او زرنج ترمنځ په ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ختیځ او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې زیاتې شوي چې مسوولین یې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ترافیکي قوانینو د موټرچلوونکو نه خبرتیا په ګوته کوي.