close
Photo: sent to Etilaatroz

طالبانو د لغمان پوهنتون محصلین د حق العبور پیسو د نه ورکړې له امله راګرځولي

اطلاعات روز: د لغمان پوهنتون یوشمیر محصلین وایي، چې تېره ورځ (شنبه، ۲۴ د لیندۍ) طالبانو د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د دغه پوهنتون له بسونو څخه د حق العبور پیسو پر سر د جنجال له کبله د پوهنتون شپږ بسونو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

یو محصل د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې طالبان ترې د هر یوه بس پر سر ۳۰۰ افغانۍ د حق العبور په نوم اخلي، چې د شپږو بسونو ۱۸۰۰ افغانۍ کېږي، خو دوی یې د ورکړې توان نه لري چې له همدې کبله یې د تګ اجازه نه ده ورکړې.

سرچینه زیاتوي: «طالبان اوس د هر موټر د ټایر پر سر شل افغانۍ غواړي او تېره ورځ د لغمان پوهنتون شپږ ملي بسونه چې هره ورځ محصلین انتقالوي له دوی هم پیسې غوښتې چې مونږ یې له ورکړې انکار کاوه، خو طالبانو ویل که دا پیسې ور نه کړي اجازه نه درکول کیږي بیا له همدې کبله له پوهنتون پاتې شوو او اجازه یې رانه کړه.»

نوموړی وایي، چې یاده ستونزه یې د پوهنتون له ادارې او د لغمان لپاره د طالبانو له والي سره شرېکه کړې خو تراوسه یې پایله نه ده ورکړې.

یو بل محصل بیا وایي، چې دوی غوښتل د طالبانو د یادې پرېکړې په غبرګون کې لاریون ترسره کړي خو ځایي طالبانو یې مخنیوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «سرخکان» او د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې له هر موټر چلوونکي د حق العبور پيسې اخلي او دغه ډله د یادو پیسو د راټولولو موخه د کابل-جلال اباد دوېم لېن سړک جوړول یادوي.