اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې لېوره خپله وریندار له نوموړي سره د نکاح نه کولو له کبله په ډزو ډول وژلې ده.
په سیمه کې یوې سرچېنې د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې دا پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۳د لېندۍ) د بهسودو ولسوالۍ اړوند «قلعه خیالي» سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا ښځه له څلورو کلونو راهیسې کونډه وه او دوه اولادونه یې درلودل خو لېوره غوښتل هغه په زور په نکاح کړي خو هغې انکار کړی او له همدې کبله یې یاده میرمن په ډزو وژلې ده.
په همدې حال کې ننګرهار کې طالب امنیتي مسوولینو هم یاده پېښه تایید کړې ده.
د دغه ولایت امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند طیب حماد ویلي چې قاتل له سیمې د تېښې پرمهال د طالبانو د پولیسو له لوري نیول شوی او اوسمهال امنیې قومندانۍ کې دی.
تېره اوونۍ هم د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په«دامان»سیمه کې یوه ښځه لومړی د خپل خاوند له لوري وژل شوې وه او بیا یې د خواښې له لوري جسد سوځول شوی و.