close
Photo: ACB

افغانستان په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې د زمبابوې په ماتولو سره لوبلړۍ وګټله

اطلاعات روز: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ په درېیمه شل اوریزه لوبه کې افغانستان افغانستان په دور ویکیټو د زمبابوې په ماتولو سره له کوربه لوبډلې څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ لوبه نن (شنبه، ۲۴ د لیندۍ) ترسره شوه چې افغانستان پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره د زمبابوې ټوله لوبډله پر ۱۲۷ منډو وسوځوله.

د افغانستان له لوري راشد خان تر ټولو ډېري څلور ویکیټې واخیستې او همدا راز مجیب الرحمان، عظمت الله عمرزي او نوین الحق هم دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له لوري د توپ وهنې پیل ښه نه و او پر لومړنیو څلورو منډو یې د پیل یو لوبغاړی وبایله خو ویې کولای شول چې په وروستي اور کې د اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره لوبه وګټي. د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي تر ټولو زیاتې ۳۴ منډې وکړې.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې دویمه شل اوریزه لوبه هم له زمبابوې ګټلې وه او په لومړۍ لوبه کې یې کوربه لوبډلې ته ماتې خوړلې وه.

ټاکل شوې ده چې افغانستان او زمبابوې لوبډلې به درې یو ورځنۍ او دوې ټیسټ لوبې هم کوي.