اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو په ضمني توګه غوښتي چې په سوریه کې د تحریر الشام له مشر احمد شرع مشهور په ابو محمد جولاني څخه زده کړه وکړي، چې څنګه له نړیوال نظام سره یوځای شي.
نوموړي تېره شپه (جمعه، ۳۰ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه د احمد شرع پر سر د امريکا د لس ميليوني ډالریز انعام د لېرې کیدو پریکړې د خبر په خپرولو سره ليکلي: «نور په ورته حالاتو کې له احمد شرع زده کولای شي چې څنګه د نړیوال نظام له اصلي جریان سره یوځای شي. ایا طالبان دې ته پام لري؟»
امریکا د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په ګډون د طالب چارواکو پر سر انعامونه ټاکلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته لاهم د دغې ډلې د چارواکو پر سر د امریکا ټاکلي انعامونه پرځای پاتې دي.
دمشق ته د امریکايي چارواکو سفر
امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي د جمعې په ورځ دمشق ته تللي او له احمد شرع سره یې کتلي دي.
دا د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته د امریکايي ډیپلوماټانو او شرع ترمنځ لومړنۍ کتنه ده.
امريکا احمد شرع ترهګر اعلان کړی و او د نيولو لپاره يې لس ميليونه ډالره انعام ټاکلی و.
د اکسیوس د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د تحریر الشام له مشر سره چې دامهال یې سوریه تر کنټرول لاندې ده، د امریکايي پلاوي لیدنه «ښه او رغنده» بللې.
د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې باربارا لیف ویلي، چې شرع دې ته ژمن دی، چې ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي، چې په سوریه کې فعالیت وکړي او امریکا یا ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
لیف وویل، چې په پایله کې متحده ایالات په ډاګه کړې چې د احمد شرع په اړه به د ۱۰ میلیونه ډالرو «عدالتي انعام» تعقیب نه کړي.
نوموړې زیاته کړه، چې هغې د شام د تحریر الشام له مشر سره په یو لړ سیمه ییزو مسلو او همدارنګه د کورني صحنې په اړه «ښې او بشپړې» خبرې کړې دي.
هغې ویلي: «ما له هغه څخه د هغه د لومړیتوبونو په اړه واوریدل، چې د سوریې د اقتصادي بیا رغونې په لاره کې ریښې لري.»
دا له څه باندې یوې لسیزې راهیسې سوریې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو لومړی سفر دی.
دا سفر په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته له انتقالي حکومت سره د امریکا د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو یوه برخه وه.
لیف ویلي، چې شرع د ښځو او لږکیو د حقونو په اړه د اعتدال دریځ څرګند کړی. هغه ټینګار وکړ چې دا یوه ښه لومړنۍ ناسته وه «مګر موږ به په عمل قضاوت وکړو نه په خبرو».