close
Photo: Social media

د نجونو پر طبي زده کړو بندیز؛ ختیځ میشتي د مور او ماشوم ژوند ته اندیښمن دي

وروسته له هغه چې د طالبانو رژیم د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې ګڼو ښځینه زده کړیالانو د خپلو هیلو د پوره کولو په موخه د نیمه لوړو زده کړو انسټیټونو ته مخه کړه؛ خو د حاکمې ډلې له لوري دا لار هم بنده او دا مهال نجونې خپل راتلونکي او عام خلک د مور او ماشوم ژوند ته اندیښمن دي.

د هیواد په ختیځ ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې ځایي خلک وایي، چې د دې ولایتونو په لېرې پرتو سیمو کې لاهم ښځینه ډاکټرانې نشته او اوس چې طالبانو د نجونو پر وړاندې د طبي انسټیټونو دروازې بندې کړي، دوی له جدي ننګونو سره مخ دي.

سیمه ییزو خلک زیاتوي، هیله یې درلوده چې د طبي انسټېټونو پرمټ به یې په سیمه کې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزه حل شي؛ خو په خبره یې طالبانو یې د هیلو جنازې پورته کړې.

ناړۍ د کونړ یو له هغو ولسوالیو ده، چې ځايي خلک یې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی وايي، د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله په دې ولسوالۍ کې د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ دی او په خبره یې چې د طالبانو له لوري د نجونو پر وړاندې د طبي انسټېټونو دروازو بندېدو سره به یې په دې برخه کې ستونزې لا ډېرې شي.

د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ذبیح الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ په ولسوالۍ کې ښځینه ډاکټرانې نشته، انسټېټونو کې مو د ولسوالۍ ځېنو نجونو په طبي انسټېټونو کې زده کړې کولې او تمه مو دا وه، چې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي مشکل به یو څه حل شي؛ خو طالبانو چې دا زده کړې هم بندې کړې، نو دا مشکلات به یو په لس نور هم زیات شي.»

د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی شېرزمان چې په سیمه کې یې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله د ماشوم زېږېدنې پرمهال خپله مېرمن له لاسه ورکړې د طالبانو دا کار ظالمانه او غیر انساني یادوي.

نوموړی وايي، د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله یې مېرمنې او اولاد ژوند له لاسه ورکړی او غوښتنه کوي، چې طالبان دې په دې برخه کې خپل بشر ضد دریځ ته د پای ټکی کېږدي.

شېرزمان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما چې ماشوم پیدا کېده اسعدآباد ته مو رسیده ګي نه شوه کولی او د ولسوالۍ په کلینیک کې ښځه ډاکټره نه وه، نو کور کې پاتې شو، چې ځه همدلته به یې خدای پاک پیدا کړي؛ خو بدبختانه چې هم ماشوم له لاسه ورکړ او هم مې ښځه مړه شوه. دا بد وخت به زما هېر نه شي، په ژوند کې مې تر ټولو سخته لحظه ده، د طالبانو له خوا د طبي انسټېټونو بندول ظلم دی او غوښتنه مې دا ده، چې په دې دې غور وکړي او نجونو ته د زده کړو اجازه او د هغوی حق بېرته ورکړي.»

د طبي علومو انسټېټونو زده کړیالانې وايي، د طالبانو له لوري د دوی پر زده کړو بندیز به یې هیلې ووژني او د دغې پرېکړې د بېرته اخېستو غوښتنه کوي. انځور: خواله رسنۍ

په همدې حال کې نرګس (مستعار) چې کونړ کې په یوه طبي انسټېټوټ کې په قابله ګۍ برخه کې زده کړې کولې خپلې راتلوونکې ته اندېښمنه ده او وايي، طالبانو یې هیلې مړې کړي.

نوموړې زیاتوي، چې تر بل هر وخت په افغانستان کې د نجونو زده کړو ته اړتیا ده او غوښتنه کوي، چې د طالبانو رژیم دې په دې برخه کې د بندیزونو پرځای لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

نرګس له اطلااعت روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما یو کال قابله ګي ویلې وه او یو کال وروسته فارغېدم، پلان مې دا وو، چې په همدې کې عملي کار وکړم، مخکې لاړه شم او د خپلو همخېلو (مېرمنو) خدمت وکړم؛ خو طالبانو د پوهنتونونو او مکتبونو په شان را باندې دا لاره هم بنده کړه، نړۍ کې داسې ملک نشته چې ښځینه به په کې زده کړې نه کوي، یوازې دا غیر انساني چلند په افغانستان کې دی، زما غوښتنه دا ده، چې امارت باید بندیزونه پرېږدي او د نارینه وو په شان نجونو ته هم اجازه ورکړي، چې زده کړې وکړي او خپلو هیلو ته ځانونه ورسوي.»

د نورستان اوسېدونکي هم د طالبانو د مشر له لوري د نجونو پر وړاندې د طبي انسټېټونو بندولو اندېښمن کړي او وايي، چې په دې سره به د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې شته ستونزې لا ډېرې شي.

د ختیځ نورستان د برګمټال ولسوالۍ اوسېدونکی جعفر وايي، هیله یې درلوده چې د طبي انسټېټونو پرمټ به په دې ولسوالۍ کې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزې ته رسېدنه وشي؛ خو په خبره یې طالبانو د تل په څېر د نجونو د زده کړو پر وړاندې د دښمنۍ ګامونه اخیستي دي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل: « زمونږ په ولسوالۍ کې یوه ښځینه ډاکټره نشته، مونږ ویل چې د نورو سیمو نجونې به په انسټېټونو کې قابله ګي، نرسنګ او د غاښونو طب ووايي؛ خو طالبانو د نجونو پر ضد دښمنۍ ته زور ورکړی، دلته کال کې څلور ـ پنځه داسې پېښې کېږي، چې د ښځینه ډاکټرانو د نشتون له وجې د ماشوم پیدا کېدو پرمهال مور خپل ژوند له لاسه ورکوي، دا ټول مسوولیت طالب ته راجع کېږي او باید نور له خپلې سخت دریځۍ لاس واخلي.»

په ورته مهال نورستان کې دیني عالمان د طالبانو د رژیم له لوري د نجونو پر وړاندې د طبي انسټېټونو دروازو بندول غندي او د دې ډلې دا کار د بشر ضد ګام یادوي.

دیني عالمان وايي، طالبان له دیني پلوه وروسته پاتې دي او باید په دې برخه کې له هغو دیني عالمانو سره سلا ـ مشورې وکړي، چې د دیني زده کړو ترڅنګ په عصري برخه کې هم کافي مطالعه ولري.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي دیني عالم حبیب الرحمن (مستعار) له اطلاعات روز ورځپاڼې په خبرو کې وویل: « په اسلام کې هېڅکله د نجونو زده کړې نه دې بندې شوي او اوس وخت کې د نجونو لوړو زده کړو ته له نارینه وو هم زیات ضرورت دی، طالبان په دیني برخه کې مطالعه نه لري، د دوی ماغزه د بشریت ضد پېچکاري شوي، د طالبانو مشر باید له هغو دیني عالمانو سره مشورې وکړي، چې هم دیني پوهه ولري او هم په عصري علومو کې پوهه ولري؛ ځکه داسې عالم د ټولنې په مشکلاتو اګاه وي او داسې قدم نه اخلي، چې ټولنې ته پکې زیان ورسېږي.»

د طبي زده کړو زده کړیالانې چې د طالبانو د رژیم له لوري پرې د زده کړو دروازې وتړل شوې او انسټېټوټ ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي. انځور: خواله رسنۍ

دغه راز په ننګرهار او لغمان کې هغه نجونې چې اوسمهال د نېمه عالي طب په برخه کې پر زده کړو بوختې وې، د طالبانو دغه پرېکړې سختې خواشینې کړي او خپل راتلوونکي ته اندېښمنې دي.

سلګۍ په ننګرهار کې د یو خصوصي طبي انسټیټوت د قابلګۍ څانګې د پنځم سمیستر محصله ده، وایي نجونو د خپل روښانه راتلوونکې لپاره سخت زیار وګاله او له ستونزمنو شرایطو تېرې شوې او اوس د طالبانو له لوري د تحصیل په دوره کې له زده کړو محرومیت د افغان نجونو او ښخو په حق کې خیانت او لویه جفا بولي.

سلګۍ وویل: «زمونږ هغه هیلې چې د یو روښانه راتلوونکي لپاره مو درلودې د طالبانو وروستیو بندیزونو له خاورو سره خاورې کړې، ځکه د نجونو لپاره یوازې همدا د نیمه عالي طب په برخه کې انستتیټونه پاتې وو؛ خو طالبانو پرې دا زده کړې هم بندې کړې هرې نجلۍ د خپل راتلوونکي لپاره هیلې درلودې سختۍ یې ګاللې وې، خو متاسفانه دا هر څه له خاورو سره خاورې شول.»

نوموړې په ژړه غونې غږ راته وویل، تمه یې درلوده چې خپلې زده کړې به بشپړوي او له فراغت وروسته به ټولنې ته د خدمت جوګه ګرځي خو په خبره یې دا هیلې طالبانو له خاورو سره خاورې کړې.

فریبا د نرسنګ څانګې یوه بله زده کړیاله ده، چې د خپل راتلوونکي لپاره یې ډیرې هیلې درلودې، خو برخليک یې روښانه نه دی او له دې امله کړېږي.

نوموړې د افغان نجونو ناڅرګند برخلیک دومره اندېښمنه کړې، چې آن پر نړیوالې ټولنې او نورو هیوادونو یې دا باور بایللی چې ګوندې طالبان به دیته اړکړي چې ګنې نجونو ته بېرته د زده کړو اجازه ورکړي.

فریبا زیاتوي: «زه هیڅ د خپل راتلوونکي په اړه خوش باوره نه یم، ځکه له کله چې طالبان واک ته رسېدلي نو پر نجونو او ښځو یې د زده کړو بندیزونه لګولي او دا بندیزونه ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي له طالب مشرانو غوښتنه کوو؛ چې لطفآ! نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ او دوی د خپلو سیاسي موخه مه ښکار کوئ ځکه مونږ هم حق لرو چې زده کړې وکړو او د خپل مسلک له لارې د هیواد خلکو ته خدمت وکړو، که پر نجونو د زده کړو دروازې تړل کېږي، نو دا هیواد به ښه ورځ ونه ګوري.»

هغه دغه راز د طالبانو پر حکومت نېوکه کوي چې نجونې او ښځې یې له عمومي صحنې ویستلي او هره ورځ په دې فکر کوي چې څه ډول پر ښځو او نجونو محدودیتونه وضعه کړي.

نجونې پر دوی د زده کړو د بندیزو د پای ته رسیدو غوښتنه کوي

صفیه د لغمان اوسېدونکې ده چې اوسمهال یې په یو خصوصي انسټیټوټ د غاښونو (پروتیز) څانګې په برخه کې زده کړې کولې هغه وایي، د طالبانو تازه پرېکړې دومره دردولې چې اوس یې آن خپل رواني توازون له لاسه ورکړی دی.

نوموړې وایي، طالبانو د نجونو پر زده کړو د بندیزونو لپاره بهانې لټوي او هیڅ داسې کوم شریعي دلیل نه لري چې پر اساس یې نجونې له زده کړو منع کړي.

د هغې په خبره طالب چارواکو د هغه څه له امله چې د حجاب مسایل یې بللي، د نجونو او ښځو پرمخ یې ښوونځي، پوهنتونونو او اوس تازه طبي انسټیټونه هم تړلي دي.

صفیه هیله منه ده، چې پر طالبانو د نړیوالو له فشارونو وروسته به دا مخنیوی لنډمهاله وي، ځکه د هغې په باور طالبان تر ابده ښځې او نجونې په «جهل» کې نه شي ساتلی.

صفیه زیاتوي: «د طالبانو مشران چې پر نجونو د زده کړو بندیزونه لګوي دوی هیڅ شریعي دليل نه لري، چې وړاندې یې کړي او خلکو ته په دې برخه کې قناعت ورکړي خو طالبان دا هر څه د سیاسي موخو ترسراوي لپاره کوي او دا په خپله د طالبانو په زیان ده؛ ځکه تر کومه به دوی دا بندیزونه لګوي غوښتنه مو له نړیوالې ټولنې او په خاص ډول د امریکا له نوي حکومت دا ده چې پر طالبانو فشار راوړي څو نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي ځکه یوازې نړیوال کولای شي دوی د بندیزونو له لارې د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو پرانیستلو ته وهڅوي او بله هیڅ کومه لاره نشته.»

په همدې حال ننګرهار کې د طبي علومو د خصوصي انسټیټونو مسوولین اندیښنه لري، که طالبان پر نجونو د نیمه عالي طب په برخه کې بندیزونه دوامداره کړي ښایي په راتلوونکي کې د دوی تحصلي مرکزونه هم د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

د یو خصوصي انسټیټوټ مسوول برکت الله وویل: «هغه ورځ راته ډیره سخته وه چې ښځینه محصلینو ته مې د رخصت خبره کوله ټول خواشیني وو، په هر انسټیټوټ کې له نیمايي ډیرې نجونې وې چې په قابلګۍ، غاښونو طب، نرسنګ او نورو برخو کې پر زده کړو بوختې وې؛ خو د طالبانو بندیز دا هر څه ګډ وډ کړل اوس په زیاتره انسټیټونو کې محصلین کم شوي او هغه خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای که دا حالت دوام کوي، نو زیاتره انسټیټونه به وتړل شي او دا ډیر د خواشینۍ ځای دی تمه لرو چې بیا اجازه ورکړل شي.»

بلخوا په طبي اسټیټونو کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم پر طالبانو نېوکه کړې چې ګوندې ولې یې پر نجونو بندیزونه وضعه کړي دي.

د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو له لوري پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د زده کړو او طبي اسټیټونو کې پر بندیز سخت خواشیني کړی.

د ملي لوبډلې یو بل لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل بیا له طالبانو په ټینګار سره غوښتنه کړې، چې د نجونو پرمخ د طبي انسټیټونو د تړل کېدو پر پرېکړه دې له سره غوره وکړي او نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې هیواد یې له زده کړو او تعلیم پرته پرمختګ نه شي کولای او په دې برخه کې هیواد د لوستو او تعلیم یافته نارینه وو ترڅنګ پر زده کړو سمبال ښځو ته هم اړتیا لري.

ګلبدین نایب، رحمن الله ګربز، شرف الدین اشرف د کرکټ ملي لوبډلې نور هغه لوبغاړي وو، چې د نجونو پرمخ د طبي اسټیټونو د تړلو له پرېکړې سره یې مخالفت کړی وو.

همدارنګه ګڼ شمیر نورو نړیوالو بنسټونو هم د طالبانو دا پرېکړه د بشر او بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې، طبي زده کړو ته د ښځو لاسرسی نه یوازې د ټولنې روغتیا بلکې په هیواد کې د بشري ستونزو د کمولو لپاره هم حیاتي دی.

د طالبانو حکومت د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال د دسمبر میاشتې په ۲مه نېټه د نجونو پر وړاندې د طبي علومو د انسټیټونو دروازې بندې کړې، چې له امله یې د ټول هېواد په کچه لسګونه زره نجونې په دې برخه کې له زده کړو بې برخې شوې.

طالبانو داسې مهال د نجونو پر وړاندې د طبي انسټېټونو دروازې بندې کړي، چې نږدې درې نیم کاله وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې او شاوخوا دوه کاله  وړاندې یې د پوهنتونونو دروازې وتړلې او دا پرېکړه یې تر «امر ثاني» پورې بللې ده.