اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز لېرې کړي.
نوموړي تېره شپه (جمعه، ۳۰ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې طالبانو د دوو کلونو راهیسې افغان ښځې او نجونې له پوهنتونونو او په غیر دولتي موسېسو کې له کار کولو بندې کړې دي.
بلینکن لیکلي: «افغان ښځې او نجونې د یو باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره کلیدي رول لري. موږ له طالبانو غواړو چې سمدستي دغه فرمانونه لغوه کړي.»
وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، په لومړي سر کې یې نجونې او ښځې له ښوونځیو او په دولتي ادارو کې له کار کولو منعه کړې او بیا یې په پوهنتونونو کې له زده کړو او په غیر دولتي موسېسو کې له کار کولو راوګرځولې.
دغې ډلې په خپل تازه بندیز کې د ښځو او نجونو پر طبي زده کړو هم بندیز لګولی دی.