له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې او د نجونو پر زده کړو یې بندیز لګولی د هیواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د محصلانو شمیر په بې سارې توګه کم شوی دی. دا چې د طالبانو مشر په یو تازه فرمان کې نجونې له طبي زده کړو هم منعه کړې، دې چارې هلمند کې خصوصي پوهنتونونه او انسټیټونه د جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.
هلمند کې دامهال اته خصوصي پوهنتونونه او طبي انسټیټونه فعالیت کوي، چې د تېر جمهوري نظام له پرځیدو وړاندې پکې شاوخوا ۱۰زره محصلینو زده کړې کولې، خو اوس دغلته د خصوصي پوهنتونونو مسوولین وایي، چې د نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته یې د محصلانو شمیر ۶۰ سلنه کم شوی او له کبله یې پوهنتونونه د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.
په دې ولایت کې د لوی احمدشاه بابا د روغتیایي علومو انسټیټوت چې ۷۰ سلنه محصلین یې نجونې دي، یو مسول یې وايي چې په افغانستان د نظام له بدلون مخکې یې زرګونه محصلان لرل، خو په خبره یې چې اوس یې شمېر نږدې ۶۰ سلنه کم شوی دی.
د دې انسټیټوت د اداري چارو مدیر نوراغا وویل: «درې کاله مسلسل کېږي چې هلمند د ۱۲ ټولګي ښځينه فارغه نه لري، نو د ښوونځیو تړل او د ښځینه زده کوونکو پر وړاندې محدودیتونه دې ته لار هواروي چې موږ راتلونکي کې هیڅ ښځینه محصلانې ونه لرو، همدا تیر کانکور کي زموږ ښځينه مراجعینو شمیر تر ۱۲۰ تنو کم وو، حال دا چې مخکې به دا شمیر ۶۰۰ څخه هم زیات وو.»
د طالبانو تازه بندیز چې ښځينه زده کوونکې نور په صحي علومو کې لوړې زده کړي نه شي کولای د دې انسټیټوت وضعیت نور هم اغیزمن کړی او مسوولین یې راتلونکي ته اندیښمن دي.
ښاغلی نوراغا په دې اړه خپله اندیښنه داسې څرګنده کړه: «د طالبانو تازه بندیز له امله زموږ صنفونه خالي شوي، یوازې څو نارینه صنفونه پاتې دي، بغیر د ښځينه محصلانو څخه موږ خپل مصارف نه شو تمویلولی، ځکه زموږ اکثریت محصلان او استادان ښځينه دي، که حالت دغسې روان وي ډیر پوهنتونونه دلته دوام نه شي کولای.»
بُست پوهنتون، چې د هلمند یو له لویو خصوصي پوهنتونونو څخه دی، مسوولینو یې څو میاشتې مخکې د خپلو پوهنځیو لپاره ۴۰۰ وړیا بورسونه اعلان کړل، ترڅو د زدهکړو لپاره د ځوانانو لیوالتیا ډېره او د لوړو زده کړو د وزارت ټاکلي معیارونه پوره کړي.
د بُست پوهنتون یو مسوول اسدالله (مستعار) وویل: «موږ هیله لرله چې وړیا بورسونه به محصلان جذب کړي، خو د ځوانانو لېوالتیا له معمول څخه ډېره کمه ده، د حقوقو او سیاسي علومو په څېر پوهنځیو کې محصلین نږدې په بشپړه توګه نشته دي.»
دغه پوهنتون چې شپږ پوهنځي او د نیمه زده کړو ۷ بېلابېلې څانګې لري، مسوولین یې زیاتوي، چې اوس یې ډیره تکیه په معالجوي طب، قابله ګي، نرسینګ او نورو نیمه زده کړو باندې ده، خو په خبره یې چې د طالبانو نوي بندیز سره دا برخه هم د سقوط سره مخ شوې.
اسدالله وویل: «مخکې په هر پوهنځي کې د محصلانو شمیر زیات وو، د ټولګي د جوړولو معیار ډیر اسانه پوره کیدلای شو، د نظام د سقوط څخه را وروسته موږ د انګلیسي ادبیاتو پوهنځی، شرعیات، حقوق او سیاسي علومو او انجینري د سمستر فیسونه بیخي ۲۰۰۰ ته راټيټ کړل، ځینې مو بیخي وړیا کړل، خو بیاهم د محصلانو علاقه نه وه، ډیره تکیه مو په طب او نیمه زده کړو لکه قابله ګي، نرسینګ باندې کړې، خو دا چې په دې برخه کي زموږ اکثریت محصلان ښځينه دي، نو د دې نوي بندیز سره زموږ دا څانګه هم له جدي ګواښ سره مخ ده.»
همدارنګه هلمند کې د وادې هلمند د لوړو زده کړو موسېسه هم له ورته ستونزې سره مخ ده. د دې موسېسې مسوولین وایي، چې زیات شمیر محصلینو خپلې زده کړې د اقتصادي ستونزو له امله پرېيښي دي.
د دې موسېسې یو تن مسول حاجي نصرت (مستعار) وایي، که څه هم دوی خپلو محصلانو ته د پخوا په پرتله فیسونه ډیر کم کړي خو په وینا یې بیا هم څوک درسونو ته نه حاضریږي.
نوموړي وویل: «سره له دې چې فیسونه مو ورته په کمساري ډول کم کړي دي، خو بیا هم زده کونکي درسونو ته نه راځي، آن د ځینو پوهنځیو فیسونه موږ ۲۰۰۰ افغانۍ ته راټيټ کړي، خو بیا هم کانکور کې ۵ تر ۱۰ لسو نفرو ورته نوملیکنه کړې وي.»
هغه زیاتوي که وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ دي چې پوهنتون وتړي، ځکه چې د خپلو استادانو معاشونه او دولتي مالیات د شخصي مصرف له لارې پرې کوي.
دغه راز هلمند کې د اراکوزیا د لوړو زده کړو موسېسې یو تن استاد چې دغلته د پوهنتونونو اوسني وضعیت ته خواشینی دی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «بېکاري زیاته شوې، محصلانو او د هغوی والدینو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، له همدې امله نوي محصلان نه لرو او برحاله محصلین مو ورځ تر بلې نور هم کمېږي که وضعیت همداسې دوام وکړي شاید راتلونکي کې د زده کړو دا لویې هستۍ له لاسه ورکړو.»
ورته مهال هلمند کې فرهنګي فعال او د دولتي پوهنتون پخوانی استاد سیدنور سادات دغلته د پوهنتونونو د ناوړه وضعیت په اړه وایي، چې اقتصادي ستونزې او پر حکومت بې باوري د دې لامل شوي چې د زده کړو سره د ځوانانو لیوالتیا کمه او خپل راتلونکي ته ناهیلي شي.
نوموړي وویل: «ځوانان له اوسني نظام څخه ناهیلي شوي دي، ماسټري سند لرونکي بېکاره ګرځي، خو یو غیر مسلکي کس رییس او امر ټاکل کېږي، اکثریت ځوانان په راتلونکي باور نه لري چې ایا دغه تحصیلي سند به یې برخلیک کې مرسته وکړي او کنه، د همدې ناهیلۍ او روان وضعیت ته په کتو زیات شمیر محصلانو پوهنتونونه پرېیښي دي او لوړو زده کړو ته زړه نه ښه کوي.»
هلمند کې د خصوصي پوهنتونونو استادان د پوهنتونونو روان وضعیت ته اندیښمن دي او زیاتوي که وضعیت همداسې دوام وکړي، په دې ولایت کې به ډېر ژر ټول خصوصي پوهنتونونه وتړل شي.