خالد محمدي
ازبکستان ته د طالبانو تللي پلاوي د سمرقند ښار په یوه لرغونې تاریخي سیمه ریګستان کې یادګاري عکس اخیستی دی. دا پلاوی یو څه وخت وړاندې د طالبانو د رییس الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ازبکستان ته تللی و او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارفوف په ګډون د دې هیواد د لوړپوړو چارواکو له رسمي هرکلي سره مخ شو. په شمالي ولایت بلخ کې د طالبانو والي او د هبت الله نږدې کس حاجي یوسف وفا هم په دې پلاوي کې شامل و.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف د تاشکند په هوایي ډګر کې د طالبانو د پلاوي هرکلی وکړ. دې پلاوي وروسته له عبدالله عارفوف سره ولیدل. وروسته دا پلاوی د تاشکند د اسلامي مرکز لیدنې ته ولاړ او عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او همدا راز یې د افغانستان او ازبکستان د علماوو ترمنځ د ديني تبادلاتو زیاتېدل هم وغوښتل.
دا سفر په داسې مهال کې ترسره شوی چې په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت سقوط او د بنسټپالو اسلامي-جهادي ډلو واک ته رسېدلو د منځنۍ اسیا د هیوادونو په ځانګړي توګه ازبکستان لپاره جدي امنیتي اندیښنې راپیدا کړې دي. د ازبکساني، تاجکستاني او د منځنۍ اسیا د نورو وګړو کومې ویډیوګانې او انځورونه چې خپاره شوي، ښيي چې دې افرادو د سوریې په جګړه کې فعال رول درلود. دوی د اسد د ځواکونو پر وړاندې په خپلو بریالیتوبونو خوښ و او د هیأت تحریر شام په څېر اسلامي-جهادي ډلو د بریالیتوب ملاتړ یې کاوه.
ازبکستان اندېښنه لري چې افغانستان به د هغو افراطي ډلو کوربه شي چې په سوریه کې فعالیت کوي او د هغوی زیات شمېر غړي له ازبکستان څخه دي او د ازبکستان له حکومت سره مخالف دي. د بشار الاسد د حکومت تر سقوط وروسته د طالبانو جنګیالیو او پلویانو د ایکس ټولنیزې شبکې په ګډون پر خواله رسنیو د هیأت تحریم شام د بریالیتوب په ملاتړ کمپاینونه وکړل. طالبان او د هیأت تحریر شام مشر ابو محمد جولاني له القاعدې شبکې سره د همکارۍ ښکاره مخینه لري.
په عین مهال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بشار الاسد سقوط د «ثبات لپاره یو فرصت» بللی او د سوریې خلکو او هیأت تحریر شام ته یې مبارکي ورکړې. دې وزارت هیله ښودلې چې که د واک انتقال به د دې هیواد د خلکو له ارمانونو سره سم وي او پر اساس به یې یو اسلامي دولت تأسیس شي چې پر ملي روغې-جوړي، وحدت او د عمومي بښنې پر سیاست ټینګار کوي.
په منځنۍ اسیا کې د افراطیت خطرونه
منځنۍ اسیا اوسمهال د ديني افراطیت د ودې له ګواښ سره مخ ده. په افغانستان کې واک ته د طالبانو رسېدل او په سوریه کې د هیأت تحریر شام په څېر د اسلامي-جهادي ډلو چټک نفوذ د ازبکستان په ګډون د دې سیمې په هیوادونو کې د افراطي ځواکونو انګیزه لوړه کړې ده.
د تېرو دریو کلونو او څلورو میاشتو پرمهال چې طالبان پکې بیا ځلې واک ته رسیدلي، دې ډلې یوازې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګه د خپل ځان دښمنه بللې او پر خلاف یې عملیات کړي دي مګر د نورو اسلامي-جهادي ډلو لکه القاعدې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ایغوریانو پر خلاف یې هیڅ اقدام نه دی کړی. طالبان نه یوازې د دې ډلو خواخوږي بلکې ملاتړي ګڼل کېږي او د هغوی لپاره د اسلامي دولتونو رامنځته کېدل او د سخت دریځي شریعت پلي کېدل لومړیتوب دی.
طالبانو د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره پر پوله په ځانګړي توګه په بلخ ولایت کې د ديني مدرسو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګڼ فعالیتونه کړي دي. په بلخ کې ځايي سرچینې وايي چې د دې ولایت د والي په توګه د یوسف وفا تر ټاکل کېدو وروسته د جوماتونو او ديني مدرسو د پراختیا لپاره هڅې زیاتې شوې دي. دا مدرسې چې د طالبانو له لوري په مستقیمه توګه اداره کېږي، د اسلامي ښوونو په بڼه تاوتریخجن او افراطي مفاهیم وړاندې کوي.
پخوا طالبانو د خپل جنګي ځواک زیاته برخه په پاکستان کې له ديني مدرسو او په افغانستان کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو څخه تأمینوله. اوس هم د طالبانو مشر هبت الله په افغانستان کې دننه د دې مدرسو د پراختیا لپاره برنامه لري او د هغو نصاب یې د خپلې ډلې له ایډیولوژیک لید سره سم تنظیم کړی دی.
د خلق ډیموکراټیک ګوند د واکمنۍ او پر افغانستان د سرو لښکرو د یرغل پرمهال د پاکستان د پوځ او استخباراتو په امر سره په پاکستان کې دننه د افغانستان پولې ته څېرمه ديني مدرسې جوړې شوې چې د سعودي عربستان په ګډوت د خلیج هیوادونو له لوري یې مالي ملاتړ کېده. دا مدرسې چې په ظاهره یې د ديني ښوونې او روزنې په موخه فعالیت کاوه، مګر د کمونیسټي شوروي ځواکونو پر خلاف د جهاد لپاره د سرتېرو د جلب او جذب مرکزونه وو. له دې مدرسو وړیا جنګي ځواک افغانستان ته رامات شو او د مجاهدینو د ځواکونو نظامي فشار بالاخره په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د ماتې سبب شو.
اوس یو ځل بیا د سیاسي او ایډیولوژیکو موخو پر اساس د طالبانو له لوري په افغانستان کې او د منځنۍ اسیا پولو ته څېرمه د جومات جوړولو او ديني مدرسو د پیاوړي کولو سناریو روانه ده. طالبان له دې مدرسو د خپل نفوذ د پیاوړتیا او د افراطي ځواکونو د روزنې په موخه کار اخلي. هغه چاره چې د ډېری شنونکو په اند د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
د طالبانو او ازبکستان اړیکې
د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو سره ازبکستان هڅه وکړه چې له دې ډلې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو پرمهال د طالبانو پلاوو تاشکند ته سفرونه وکړل او د ازبکستاني چارواکو له تاوده هرکلي سره مخ شول. په افغانستان کې د جمهوري نظام چې لویدیځ یې ملاتړ کاوه، تر سقوط وروسته دا اړیکې په ځانګړې توګه نورې هم زیاتې شوې.
ازبکستان د افغانستان په سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې پانګونې ته لېواله دی او همدا راز غواړي چې له سویلي اسیا سره د یوه ارتباطي په توګه له افغانستانه استفاده وکړي. د سږکال په وږي میاشت کې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفوف کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل. په دې لیدنو کې طالبانو له ازبکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د کانونو او ځمکنیو سرچینو پر استخراج تمرکز وکړي.
د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډله توانیدلې چې د منځنۍ اسیا د ځوانانو په ځانګړې توګه د ازبکستان او تاجکستان د افرادو ترمنځ نفوذ وکړي او له هغوی د خپلو عملیاتو لپاره کار واخلي. له سوریې د جنګیالو راستنېدل په ځانګړي توګه د هغو کسانو چې د هیأت تحریر شام په څېر ډلو سره یې همکاري کړې ده، کولای شي په منځنۍ اسیا کې ناامني او مذهبي سختدریځي پیاوړې کړي.
په منځنۍ اسیا کې مذهبي سختدریځي په دې باور دي چې مسلمانان په خپلو هیوادونو په ځانګړي توګه تاجکستان او ازبکستان کې له فشار سره مخ دي او نه شي کولای په ازاده توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کړي. دې باور افراطي ډلو ته د ځوانانو د جذب زمینه برابره کړې ده.
ازبکستان هیلهمن دی چې طالبان به وکولای شي د ترهګرۍ او مذهبي سختدریځۍ هغه ګواښ مهار کړي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو څخه ازبکستان ته لار کوي. شنونکي په دې اند دي چې له طالبانو سره د تاشکند د همکارۍ یو دلیل همدا موضوع ده. په عین مهال کې طالبان یوازې داعش د خپل نظام د بقا لپاره جدي ګواښ بولي او له نورو اسلامي-جهادي ډلو سره کوم جنجال نه لري.
دغه راز د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي په افغانستان کې موجود دي. دا ډله له یو څه وخت راهیسې د افغانستان او ازبکستان پر پوله فعالیت کوي، خو طالبانو تر اوسه د دې جنګیالیو پر خلاف هیڅ اقدام نه دی کړی، ان د تاشکند له غوښتنې سره-سره. د طالبانو دا سیاست د ازبکستان امنيتي اندیښنې زیاتوي، ځکه چې دا ډلې کولای شي د منځنۍ اسیا ثبات او امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي.