close
عکس: UNAMA/Fardin Waezi

یوناما: پر پکتیکا د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیان وژل شوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې باوري راپورونه یې تر لاسه کړي چې د پکتیکا ولایت پر ځینو سیمو د پاکستان د پوځ په هوایي بریدونو کې «د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو ملکي وګړي وژل شوي دي».

دې دفتر نن (پنجشنبه، ۶ د مرغومي) پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې نړیوال حقوق نظامي ځواکونه مکلف کوي چې ملکي وګړو ته د زیان نه رسونې په موخه اړین احتیاطي ګامونه واخلي او په عملیاتو کې د ملکیانو او جنګیالیو تر منځ توپیر وکړي.

یوناما ټینګار کړی چې د ځواب ورکولو، د تکرار د مخنیوي او د قربانیانو د حقونو د خوندیتوب په تړاو د ډاډ تر لاسه کولو لپاره یوې څیړنې ته اړتیا ده.

د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو د سې‌شنبې په شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار وکړ.

طالبان وایي چې په دې بمبار کې وزیرستاني کډوال په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغوی یو شمېر کسان وژل شوي دي. طالبان د پاکستان د بمبار له کبله د وژل شویو شمېر ۴۶ تنه ښيي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ دا بریدونه په سرحدي سیمو کې د امنیتي ګواښونو پر خلاف د اطلاعات پر اساس ترسره شوي عملیات بللي دي.

د پاکستان د بریدونو په وړاندې طالبانو سخت غبرګون ښودلی او دا یې ښکاره تېری بللی او ویلي یې دې چې بې ځوابه یې نه پرېږدي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و او هغه ته یې خپل اعتراض لیک سپارلی دی.