اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د وروستي یوه کال پر مهال د رسنیو او خبریالاو د حقونو د نقض ۱۸۱ پېښې یې ثبت کړې دي چې ۱۸ پکې د طالبانو د بندیزونو له امله د رسنیز فعالیت د تړل کېدو او د دې ډلې له لوري تر ۵۰ زیاتې د خبریالانو د نیولو پېښې دي.
دې غیر دولتي بنسټ نن (پنجشنبه، ۶ د مرغومي) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال د رسنیو د ازادۍ د ځپنې بهیر په سختۍ پلی شوی او د کمیت له اړخه د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض موارد د ۲۰۲۳ کال په پرتله اته سلنه زیات شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز په کلني راپور کې راغلي چې دې بنسټ د ۲۰۲۴ (۱۴۰۲ مرغومی ۱۱ – ۱۴۰۳ مرغومی ۱۰) پر مهال د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض ۱۸۱ موارد ثبت کړي دي او په دې کې ۱۳۱ د ګواښ او ۵۰ د خبریالانو د نیونې موارد شامل دي.
د خبریالانو د مرکز په وینا، له نیول شویو کسانو څخه لږ تر لږه پنځه تنه یې له دوو تر پنځو کلونو بند محکوم شوي او اوسمهال د خپل بند موده تېروي.
همدا راز دې مرکز زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د ګواښ له ثبت شویو مواردو څخه لږ تر لږه ۱۸ یې د فعالیت ممنوع کېدل او یا هم د رسنۍ تړل کېدل و او په دې لړ کې ۱۴ رسنیو تر اوسه د بیرته فعالیت اجازه نه ده تر لاسه کړې.
د خبریالانو مرکز ویلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض ثبت شوي موارد له کمي اړخه د ۲۰۲۳ کال په پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي؛ مګر له دې سره-سره د ۲۰۲۴ کال پر مهال یو مثبت او په زړه پورې تحول دا و چې پر رسنیو د هدفي برید او د رسنیزو کارمندانو د خوږېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو د حکومت مبهم رسنیز سیاست
د خبریالانو مرکز په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د طالبانو د حکومت د مبهم رسنیز سیاست تر سیوري لانېد د رسنیو د ازادۍ د ځپنې بهیر په شدیده او لا پراخه توګه دوام درلود.
د دې مرکز په وینا، په اوسنۍ واکمنۍ کې له رسنیو سره د چلند په برخه کې دوه ګونیتوب شته.
د خبریالانو مرکز ویلي چې د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال څه پېښ شوي، هغه د دې څرګندونه کوي چې د رسنیو د قانون پلي کېدل مبهم دي او له رسنیو او خبریالانو سره په تړاو لرونکو چارو کې اطلاعاتو او کلتور وزارت د واکمنې ادارې د اصلي بنسټ په توګه ګوښه شوی دی.
د امر بالمعروف قانون او د ځپنې نوې مرحله
د خبریالانو مرکز ویلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د رسنیزو دستور العملونو له خپرېدو سره هممهاله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون خپرېدو د رسنیو د ازادۍ د ځپنې بهیر یوه تازه او پېچلي پړاو ته داخل کړی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ژوندیو شیانو د انځور خپرول منع کړي او دا بندیز په ځینو ولایتونو کې پلی شوی دی.
د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۴ کال پر مهال لږ تر لږه اووه تازه دستور العملونه رسنیو ته ورکړي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د دې دستور العملونو شمېر څلور وو.
د دې مرکز په وینا، پر انځور اخیستنې او له رسنیو سره د محلي مسوولینو پر انځوریزې مرکې بندیز له کندهار څخه پیل شو او وروسته نورو ولایتونو ته خپور شو او د کال تر پایه په تخار، بادغیس، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې په رسمي توګه اجرا شو.
طالبانو چې د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال پر رسنیو کوم بندیزونه لګولي دي، په لاندې ډول دي:
- په خوست ولایت کې له رسنیو سره د ښځو/نجونو پر ټلیفوني اړیکې بندیز؛
- د ژوندیو شیانو د انځور پر خپرولو بندیز چې د طالبانو د امر بالمعروف د قانون په اوولسمه ماده کې ویل شوي؛
- د برنامو او سیاسي بحثونو پر ژوندي خپرولو بندیز؛
- د طالبانو د قوانینو او پالیسیو په تړاو د ننګوونکو او انتقادي برنامو پر جوړولو او خپرولو بندیز؛
- د رسنیو برنامو ته د هغو مېلمنو پر رابللو بندیز چې د طالب چارواکو له لوري نه وي تایید شوي؛
- وژل شویو طالب چارواکو ته د «شهید» او «شهادت» کلمې کارولو په تړاو د رسنیو مجبورول.
د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو تر دې وړاندې هم لږ تر لږه ۱۵ دستور العملونه رسنیو ته ورکړي دي.
دې مرکز ویلي چې موندنې ښیي چې کومو خبریالانو دا دستورونه له پامه غورځولي ګواښل شوي او یا هم زنداني شوي او همدا راز کومو رسنیو چې یې په تړاو بې پروایي کړې له تنبیهي اقداماتو لکه د فعالیت موقت یا دایمي بندیز سره مخ شوې دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان تر نیمایي زیاتې رسنۍ وتړل شوې او مسلکي خبریالان یا کډوال شول او یا یې هم له کاره لاس واخیست.
اوسمهال ځیني رسنۍ له بهره خپل فعالیت کوي؛ خو طالبانو له دې رسنیو سره همکاري منع اعلان کړې او د هغوی منځپانګې ته پر لاسرسي یې هم محدودیتونه لګولي دي.
کومې رسنۍ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي، له سخت سانسور سره مخ دي او تر ډېره حده د طالبانو فعالیتونه را اخلي.