اطلاعات روز: په ارزګان کې د طالبانو ځايي مسولين وايي چې د دې ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې يو کس لګيدلی او وژل شوی دی.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند بلال ارزګانی وايي چې ياده پيښه د خاص ارزګان ولسوالۍ په «شيخه» سيمه کې تېره شپه (چهارشنبه، ۵ د د مرغومي) رامنځته شوې.
د نوموړي په وینا، په سیمه کې يو شمير کسان د طالبانو له لوري له يو ميل توپنچي سره يو ځاي د قتل په تور نيول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پر هیواد د طالبانو له واکمنېدو سره د نامعلومو وسلوالو له لوري ترورونه زیات شوي چې ځیني وختونه یې انګیزې شخصي دښمنۍ ګڼل کېږي.