close

په بغلان او کابل-جلال اباد پر لاره د ترافیکي پېښو له امله څلور تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د طالبانو چارواکي وایي چې په بغلان او د کابل – جلال اباد پر لار د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور تنه مړه شوي او دوه تنه ژوبل دي.

په لغمان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایې چې د کابل_جلال اباد پر لویه د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او یو ژوبل دی.

د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایې چې یاده ترافیکي پېښه نن سهار (جمعه،٧ د مرغومي) ٨:٣٠ بجې د کابل_جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «مشاله کمر» سیمه کې د «فورنر» او «فولډر» موټرو ترمنځ رامنځته شوې.

نوموړی د یادې ترافیکي پېښې لامل د دواړو موټر چلوونکو بې احتیاطي یادوي.

همدا راز په بغلان کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویلي چې د دې ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ کې پرون (پنجشنبه، ۶ د مرغومي) د «خواجه الوان» ساحې په «ګورګورک» سیمه کې د یوه «پاسو» ډوله موټر او درې ټیره «زرنج» تر منځ ټکر شوی چې له امله یې یو تن مړ او یو بل ژوبل شوی دی.

ترافیکي پېښې هر کال په افغانستان کې د سلګونو کسانو ژوند اخلي.

د دې پېښو علت بې احتیاطي، د لارو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتوالی بلل کېږي.