close

د خوست او پکتیا په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته

اطلاعات روز: سرچینې د خوست او پکتیا ولایتونو په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه نښتې د تېرې شپې (جمعه، ۷ د مرغومي) راهیسې د پکتيا د ډنډپټان او د خوست د عليشېرو په سرحدي سيمو کې پيل شوي.

سرچینې زیاتوي، چې د سرحدي سیمو یو شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

د طالبانو له استخباراتو سره تړلې رسنۍ المرصد هم نن سهار (شنبه، ۸ د مرغومي) خبر ورکړی، چې د خوست او پکتیا ولایتونو د ډیورنډ فرضي کرښې په مهمو سیمو کې سختې نښتې روانې دي.

د طالبانو دفاع وزارت بیا د ټلګرام پر پاڼه د جګړې د سیمو له یادولو پرته ویلي: «د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې  بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې  بریدونه تنظيمېدل».

همدارنګه په دې وزارت کې یوې سرچینې طلوع نیوز ته ویلي، چې په سرحدي سیمه کې د دې ډلې او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه روانه ده.

دغې سرچینې ادعا کړې، چې طالبانو د پاکستان د پوځ ځینې پوستې سوځولي او یا یې هم نیولي دي.

پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا جګړه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوايي بریدونو وروسته پیل شوې.

د پاکستان پوځ د تېرې سې شنبې په شپه د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار وکړ، چې د طالبانو په وینا ۴۶ تنه پکې وژل شوي او ټول قربانیان یې وزیرستاني کډوال دي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي و، چې دغه برید به بې ځوابه پاتې نه شي.