close

د طالبانو دفاع وزارت د «فرضي کرښې» هاخوا د پاکستاني پوځ پر ضد د بریدونه ادعا کړې

اطلاعات روز: د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې د دې ډلې ځواکونو په سویل ختیځ کې د «فرضي کرښې» هاخوا د پاکستاني پوځ پر ضد د «غچ اخیستنې بریدونه» کړي دي.

دغه وزارت نن سهار (شنبه، ۸ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې پاکستاني پوځیان «شریر عناصر» بللي او لیکلي یې دي: «د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې  بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې  بریدونو تنظيمېدل.»

د طالبانو د دفاع وزارت د دې برید په اړه جزییات نه دي ورکړي.

څو ساعته وړاندې سرچینو خبر ورکړ، چې تېره شپه د پکتيا د ډنډپټان او د خوست د عليشېرو په سرحدي سيمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني خبریال طاهر خان لیکلي، چې پاکستاني امنیتي چارواکو د کرم په پوله کې نښته تایید کړې ده.

هغه د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې طالبانو له کوم دلیل پرته ډزې کړي او پاکستاني پوځ یې ځواب ورکړی دی.

د دغه خبريال په وينا امنيتي سرچينو د پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو خبره رد کړې، خو ادعا يې کړې چې طالب ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  خپلواکو سرچینو تراوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.

دا جګړه او هغه چې یې طالبان بریدونه بولي د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوايي بریدونو وروسته پیل شوې.

د پاکستان پوځ د تېرې سې شنبې په شپه د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار وکړ، چې د طالبانو په وینا ۴۶ تنه پکې وژل شوي او ټول قربانیان یې وزیرستاني کډوال دي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي و، چې دغه برید به بې ځوابه پاتې نه شي.