close

ننګرهار کې ترافیکي پېښې یو کس مړ او شپږ نور ژوبل کړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې د یو کس ژوند اخیستی او شپږ نور یې ژوبل کړي دي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني لپاره د طالبانو ویاند طایب حماد وايي، یاده پېښه تېره ورځ (جمعه، ٧ د مرغومي) د بهسودو ولسوالۍ اړوند په «کابل کېمپ» سیمه کې د دوو کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

د حماد په وینا، په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او د یوې ښځې په ګډون شپږ نور ژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي، چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

تېره ورځ د کابل ــ جلال اباد پر لویه لاره هم د یوې ترافیکي پېښې پرمهال درې کسانو خپل ژوند بایللی وو او یو بل ژوبل شوی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د پاکستان لاس موټرو ته د موقت اسنادو ورکړه او نور لاملونه بلل کېږي.