close

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې پخوانۍ سرپرسته رافائیلا ادیس وفات شوه

اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر د دې استازولۍ د پخوانۍ سرپرستې رافائیلا ادیس د وفات خبر ورکړی دی.

د اروپایي ټولنې استازولۍ نن (یکشنبه، ۹ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې اغلې ادیس «د افغانستان واقعي خواخوږې، د ښځو او نجونو اتله او د ډیرو یوه محبوبه همکاره» وه.

دې استازولۍ د اغلې ادیس د مړینې علت نه دی یاد کړی.

رافائیلا ادیس د جمهوري نظام تر سقوط او د ۲۰۲۱ کال پرمهال پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته افغانستان ته راغله او په افغانستان کې یې د اروپایي ټولنې د استازولۍ سرپرستي کوله.

دې د روان میلادي کال د اګست پر ۲۷مه افغانستان پرېښود.

رافائیلا ادیس چې کله په افغانستان کې وه د ښځو او نجونو په تړاو به یې د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کوله، د نجونو ښوونځیو ته به تله او د نجونو او ښځو د زده کړو پر ملاتړ یې ټینګار کاوه.