close

روسیه: د افغانستان او پاکستان پر پوله د ترینګلتیا زیاتوالي سخت اندېښمن کړي یو

اطلاعات روز: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان د سرحدي شخړو په تړاو اندېښنه ښکاره کړې او له دواړو اړخونو یې غوښتي چې له «زغم» څخه کار واخلي.

د ټاس خبري اژانس په وینا، ماریا زاخاورا نن (یکشنبه، ۹ د مرغومي) له طالبان او پاکستان څخه غوښتي چې د اختلافاتو د سولییز حل لپاره خبرې-اترې وکړي.

د سې‌شنبې په شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې پر ځینو سیمو د پاکستاني پوځ تر هوایي بریدونو وروسته د دې هیواد او طالبانو ترمنځ یو ځل بیا ترینګلتیا زیاته شوې.

د طالبانو دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې د پاکستان د نظامیانو پر خلاف یې انتقامي برید کړی او د پاکستان په خاوره کې یې «د شریرو عناصرو او د هغو د ملاتړو مرکزونه او پټنځایونه» په نښه کړي دي.

دې وزارت د دې برید په تړاو کوم جزییات نه دي خپاره کړي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو په همدې تړاو راپور ورکړی چې تحریک طالبان پاکستان او د افغانستان طالبانو په شمالي وزیرستان کې په ګډه د دې هیواد پر سرحدي پوستو برید کړی دی.

د جیو نیوز پاکستاني رسنۍ په وینا، د پاکستاني ځواکونو په متقابلو بریدونو کې د افغانستان د طالبانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ تنه «جنګیالي» وژل شوي او «ګڼ شمېر» ژوبل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دې ډلې سرحدي ځواکونه په ځلونو له پاکستاني پوله ساتو سره په شخړه اوښتي دي.

له دې سره-سره، پاکستان څو ځله په دې موده کې د هیواد سرحدي سیمې بمبار کړي او ویلي یې دې چې د ټي ټي پي پټنځایونه یې په نښه کړي.

طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور ردوي او وایي چې دا ډله د پاکستان په خاوره کې دننه ده او ځینې سیمې یې تر واک لاندې دي.