اطلاعات روز: ننګرهار کې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې پر نشه یي توکو درې تنه روږدي د سرپناه د نه لرلو او سړې هوا له امله مړه شوي دي.
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د مړو شویو درېیو کسانو جسدونه نن (چهارشنبه، ١٢ د مرغومي) سهار د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «چپرهار هډې» له سیمې د دغه ولايت روغتون ته د ښاروالۍ له لوري لېږدول شوي دي.
سرچینه د یادو کسانو د مړینې لامل سړه هوا او د سرپناه نشتوالی بولي چې له کبله یې هغوی خپل ژوند بایللی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د مړو شویو کسانو هویت معلوم نه دی، خو مړي یې د روغتون په سړه خونه ساتل شوي.
سرچینې وویل: «د جلال اباد ښار چپرهار هډې له سیمې درې معتادین تېره شپه یخنۍ له امله مړه شوي وو، چې جسدونه یې روغتون ته را وړل شوي هویت یې معلوم نه دی چې کورنۍ یې پیدا شي.»
یوه بله ځایي سرچینه هم تاییدوي، چې نن سهار له یادې سیمې څخه د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیفاتو کارکوونکو د درې کسانو مړي له یوې چټلې ویالې څخه را ایستلي او روغتون ته یې لیږدولي دي.
بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمیر زیات شوی او زیاتره روږدي کسان د شپې لخوا د سړکونو او واټونو پر سر ویده کېږي.