close

ننګرهار کې لرګي پلورونکي: طالبانو د قاچاق په نوم نیول شوي لرګي په شخصي ډول پلورلي

د ننګرهار په خوږیاڼو، حصارک، شینوارو، دره نور او یو شمیر نورو ولسوالیو کې لرګي پلورونکي شکایت کوي، چې طالبانو ورڅخه په تېرو څو میاشتو کې لسګونه ټنه لرګي د قاچاق په تور ضبط کړي دي.

د لرګیو یو شمېر کاروباریان وایي، چې طالبانو د دوی ضبط شوي لرګي اوسمهال کابل او نورو ولایتونو ته پر قاچاقي لارو د خرڅلاوو په موخه انتقال کړي دي.

شرافت چې له تېرو څو کلونو راهیسې د لرګیو کاروبار کوي، وایي یوازې له هغه په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار امنیې قومندانۍ سل خرواره لرګي نیولي او بیرته یې نه دي سپارلي.

د هغه په خبره د لرګیو له سوداګرو نیول شوي لرګي طالبانو یا د ښار په داخل کې بېرته د لرګیو پر پيریدونکو پلورلي او ځینو یې کابل او نورو سړو ولایتونو ته د پلور په موخه په یوه او بله بهانه انتقال کړي دي.

شرافت زیاته کړه: «په ننګرهار کې سږکال د لرګیو کاروباریان له زیات مالي تاوان سره مخ شوي، ځکه له هر سوداګر په سلګونه خرواره لرګي طالبانو ضبط کړي دي، کوم لرګي به چې له مونږ څخه طالبانو نیولي هغه بېرته د طالبانو له لوري د لرګیو د ټالونو پر څښتنانو پلورل شوي دي او دغه راز پر لرګیو چې بندیز ولګیده او بیې لوړې شوې، نو زیاتره دلته ضبط شوي لرګي طالبانو په خپله کابل او نور یخو ولایتونو ته انتقال کړي او ځانته یې خرڅ کړي دي مونږ غوښتنه کوو چې زمونږ حق دې بېرته راکړل شي ځکه دا لرګي مونږ په خپلو شخصي پېسو اخیستي دي.»

د نوموړي په خبره د طالبانو دې کړنې سخت خواشیني کړي، خو د دوی غږ تراوسه چا نه دی اورېدلی.

طالبانو په ننګرهار کې د لرګیو د کاروباریانو لسګونه ټنه لرګي په یوه او بله بهانه نیولي دي/ استول شوی

د لرګیو یو بل سوداګر فقرالله هم ورته شکایت کوي او وایي، هغه کسانو ته د لرګیو د لیږد اجازه ورکول کیږي چې  له طالبانو سره اړېکې لري او یا یې په مقابل کې پېسې ورکړي.

نوموړی ادعا کوي، چې له هغه د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یادې ولسوالۍ امنیې قومندان د یوې لارۍ موټر پر سر چې لرګي پکې بار و، پنځوس زر افغانۍ رشوت غوښتی، خو د نه ورکړې له کبله یې هغه هم درې ورځې زنداني کړی او د لرګیو بار لارۍ یې هم ضبط کړې ده.

فقرالله وویل: «مونږ په خوږیاڼو کې یوه لارۍ لرګي اخیستي و او غوښتل مو چې کابل ته یې انتقال کړو، خو د چمتلې سیمه کې د خوږیاڼو امنیې قومندان ودرولو او له مونږ څخه یې د لرګیو دخوشې کیدو په بدل کې د پنځوس زره افغانیو غوښتنه وکړه، خو ما ونه منله بس هماغه و چې زه یې هم درې ورځې بندي کړی وم او د لرګیو بار لارۍ هم نیول شوې په څو ځلي ولسوالۍ ته لاړم خو راته وایي ستاسې لرګي حکومت ضبط کړي او ته یې د بیا غوښتلو حق نه لرې حیران یو چې څه وکړو خپل روزګار ته مو نه پریږدي.»

نوموړی له طالبانو د دوی د ضبط شویو لرګیو د بېرته ترلاسه کېدو غوښتنه کوي.

جان ولي د لرګیو یو بل کاروباري دی هغه ادعا کوي، چې له نوموړي په شینوارو ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري نیول شوي لرګي څو اوونۍ وروسته د لرګیو په یو بل پلورونځي کې موندل شوي دي.

د هغه په خبره که څه هم طالبانو ولسونو ته لس ورځې اجازه ورکړې، چې د خپلې سیمې غرني او وچ لرګي د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي، خو له دې سره بیا د ننګرهار په زیاتو ولسوالیو کې طالبان د لرګیو سوداګرو ته د پلور لپاره نورو ولايتونو ته د وچو لرګيو د وړلو اجازه نه ورکوي.

جان ولي په خپلو خبرو کې وویل: «یوه نېمه میاشت وړاندې راڅخه طالبانو په شینوارو ولسوالۍ کې دوه موټره لرګي ونیول، خو له څه مودې وروسته هغه لرګي چې له ما طالبانو نیولي وو، ما د لرګیو د پلور په یو ټال کې ولیدل او بیا مې پوښتنه وکړه ویل یې دا راباندې د شینوارو جنایي مدیر خرڅ کړي دي، نو طالبانو چې په دې ولایت په خروارونو وچ لرګي نیولي ټول یې ځانته پلورلي او پېسې یې په شخصي جیب کې اچولي دي اوس چې لس ورځې د لرګیو د خرڅلاوو اجازه ورکړل شوې نو بیا هم ننګرهار کې طالبان خلک نه پریږدي چې لرګي له ولسوالیو انتقال کړي او بازار کې یې وپلوري.»

د نوموړي په خبره طالبانو د خپلو شخصي ګټو لپاره د هوا په سړېدو سره د لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه د لرګیو پر انتقال بندیز لګولی، چې له کبله یې په بازارونو کې د لرګیو د بیې لوړې شوی.

دهغه په خبره تېر کال یو خروار لرګي په ۷۰۰۰ افغانۍ وو، خو سږکال د یو خروار لرګیو بیه ۱۳ زره او ۱۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې او لامل یې د لرګیو پر انتقال د طالبانو بندیز دی.

لرګي پلورونکي وایي، د طالبانو له لوري نیول شوي لرګي بېرته د دې ډلې له لوري د لرګیو په ټالونو کې پلورل شوي

په همدې حال کې د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند طایب حماد هم مني چې، په تېرو دوه میاشتو کې یې کشفي ارګانونو په ښار او ولسوالیو کې سلګونه ټنه وچ لرګي چې کابل او نورو ولایتونو ته قاچاق کېدل نیولي دي.

نوموړی هغه ادعاوې ردوي چې ګوندې په دغه ولایت کې د دوی له لوري نیول شوي لرګي دې بېرته په بازار کې پلورل شوي او یا دې نورو ولایتونو ته د طالب له نوم څخه په استفادې قاچاق شوي وي.

حماد زیاتوي: «له کله چې د لرګیو پر انتقال بندیز لګیدلی و، نو مونږ په مرکز او ولسوالیو کې په سلګونه ټنه د لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی او هغه ضبط شوي، تراوسه ټول نیول شوي لرګي په مشخص ځای کې ساتل کېږي او د پرېکړې په اړه یې مرکزي مشرانو امر ته په تمه یو او دغه راز هغه ادعاوې هم ناسمې دي چې نیول شوي لرګي دې چا پلورلي او یا شخصي کارولي وي.»

د یادولو وړ ده چې په دې وروسیتو کې د هوا په سړېدو سره په پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو کې د د لرګیو بیې په بېساري توګه لوړې شوي، چې یو خروار ښه لرګي تر ۱۵زرو افغانیو پورې پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د شنو ځنګلونو د خونديتوب او د قطع کولو او قاچاق مخنيوي لپاره د لرګيو په پلور بنديز لګولی و.