close

نیمروز کې یو ۲۸ کلن ځوان په مرموز ډول وژل شوی

اطلاعات روز: نيمروز ولايت کې ځايي سرچينې وايي، په دې ولايت کې د هغه ځوان جسد موندل شوی چې دوې ورځې وړاندې له خپل کور څخه نادرکه شوی و.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې د دغه ځوان جسد نن (چهارشنبه، ١٢ د مرغومې) سهار د خاشرود ولسوالۍ اړوند د «غرغرې» تپې سره نږدې موندل شوی دی.

سرچينه زیاتوي، یاد ځوان عبدالنظير نومیده او عمر یې ۲۸ کالو ته رسیده، چې دوې ورځې وړاندې له خپل کور څخه نادرکه شوی و.

د سرچینې په وینا، چې د وژل شوي ځوان جسد د یادې ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوی او روغتياپالانو د نښو نښانو څخه څرګنده کړې چې نوموړی په خپه وژل شوی دی.

تراوسه پورې د دغې وژنې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی او نه هم په نيمروز کې طالب مسوولينو په دې اړه څه ويلي دي.