اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د کابل ــ جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکی پېښې له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دغه پېښه نن (پنجشنبه،١٣ د مرغومي) سهار ٠٠ :۶ بجی د کابل ــ جلال اباد پر لویه لار د لغمان اووم نمبر شهرا اړوند «کاکڅ» سیمه کې د یو فلډر او سراچه موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په یاده پېښه کې یوې ښځې ژوند بایللی او د دوو ښځو په ګډون درې تنه نور ژوبل شوي دي.
یوسفزی زیاتوي، چې د پېښې ټپیان یې پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون لیږدولي، چې ډاکټرانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
له دې وړاندې هم د کابل ــ جلال اباد پر لویه لاره ورته ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې لامل یې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.