اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د بودجې د کمښت له امله سږ کال د ژمي پر مهال نشي کولای چې په افغانستان کې اوو میلیون اړمنو کسانو ته «ژوند ژغورونکې» مرستې ورسوي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر د بېړنۍ څانګې رییس پائولین ایلوف په ویډیو کې چې نن (پنجشنبه،۱۳ د مرغومي) یې پر ایکس خپره کړې، ویلي چې دوی له هرو دوو اړمنو کورنیو څخه یوازې له یوې سره مرسته کولای شي.
دی وایي چې د افغانستان په سخت ژمي کې دا کورنۍ له مرستو پرته نشي کولای چې خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي او یا هم کورونه ګرم وساتي.
د خوړو د نړیوال پروګرام دې مسوول له هیوادونو غوښتي چې د دې کورنیو اړتیاوو ته د رسیدګۍ لپاره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د قوس میاشتې په وروستیو کې د راتلونکو شپږو میاشتو پر مهال د افغانستان له خلګو سره د مرستې د دوام لپاره د ۷۱۸ میلیون ډالرو بودجې غوښتنه کړې وه.
دې بنسټ لا هم نه ده مشخصه کړې چې له دې غوښتل شوې بودجې یې څومره مرسته تر لاسه کړې.