اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت امر کړی چې د خصوصي پوهنتونو او تحصیلي موسسو استادان دې د دولتي پوهنتونو له لارې استخدام شي.
دې وزارت په هغه مکتوب کې چې په تازه توګه یې تحصیلي بنسټونو ته لېږلی، په خصوصي پوهنتونو او تحصیلي موسسو کې یې د استادانو کمښت ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې په دې بنسټونو کې د علمي کادرونو د چټک جذب په موخه یې یو لارښود تیار کړی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د دې لارښود له مخې خصوصي پوهنتونونه او تحصیلي موسسې باید په بېړه خپل بستونه اعلان کړي او د نوماندانو لړلیک دولتي پوهنتونو ته ولېږي، تر څو یې بهیر د دې پوهنتونو له لارې بشپړ شي.
دې وزارت همدا راز ویلي چې د خصوصي او دولتي پوهنتونو مسوولین دې دا لارښود په دقیقه توګه مطالعه او پر همدې او د علمي کادرونو د جذب لایحې پر اساس دې په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د استادانو د مقررولو دوسیې په چټکۍ طی مراحل کړي.
دې وزارت ټینګار کړی چې خصوصي تحصیلي بنسټونه دې د «امارتي» (دولتي) بنسټونو په څېر له اعتقادي او مسلکي اړخه د انساني ځواک په جوړولو کې همکار وي.
د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت د لارښود جزییات
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خپل لارښود کې ویلي چې ټول خصوصي تحصیلي بنسټونه دې په خپلو ډیپارټمینټونو کې د استادانو اړتیا ته په پام سره خپلو بستونو ته کوډ ورکړي او له دولتي تحصیلي بنسټونو سره په تفاهم دې چې د ازموینې د اخیستلو صلاحیت لري، د ازموینې سرچینې مشخصې کړي.
له دې لارښود سره سم، خصوصي تحصیلي بنسټونه دې د ۱۰ ورځو لپاره بستونه اعلان ته ورکړي او انتخاب شوي نوماندان دې دولتي تحصیلي بنسټونو ته معرفي کړي.
په لارښود کې ویل شوي چې دولتي بنسټونه دې د نوماندانو د نوملړ تر ترلاسه کولو درې ورځې وروسته دا نوملړ وارزوي او هر څومره ژر چې شونې وي د لوړو زده کړو د وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو وزارت دې په جریان کې کړي، تر څو د څارنې لپاره پلاوی ولېږل شي.
د دې لارښود له مخې، د ازموینې په ورځ دې د ممتحن علمي کادر غړي د لوړو زده کړو د وزارت له ورغلي پلاوي سره د نوماندانو د ازموینې پاڼې وګوري او پایلې دې یې ژر تر ژره اعلان کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزرت په لارښود کې ویل شوي چې د نوماندانو علمي کانفرانس د هم د ممتحن استادانو او د وزارت د ورغلي پلاوي په حضور کې واخیستل شي.
د دې لارښود په اتم بند کې ویل شوي چې د دولتي پوهنتونو مسوولین دې د پایلو تر اعلان وروسته روغتیايي، جنایي او د استخباراتو فورمې بریالیو نوماندانو ته ورکړي.
دې وزارت په اخیر کې ویلي چې له دې لارښود سره سم د خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو د تقرر دوسیې د روان کال د ژمي د دوو میاشتو پر مهال په شپږو زونو او مرکز کې اجرا کېږي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تر دې وړاندې امر ورکړی و چې خصوصي پوهنتونونه نشي کولای د دې وزارت له «ځانګړي پلاوي» پرته استاد استخدام کړي.
اوس مهال د افغانستان د پوهنتونو دروازې یوازې د نارینهوو په وړاندې پرانیستې دي.
طالبانو د پوهنتونو تحصیلي نصاب هم ارزولی دی. د دې ډلې تمرکز تر ډېره حده پر ديني مسایلو او زده کړو دی.