close

اسحاق ‌ډار: د پاکستان پولې د یوې پیالې چای په بدل کې د ټي‌ټي‌پي جنګیالیو پر مخ پرانیستل شوې

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ‌ډار د افغانستان ته د «آی ای آی» د پخواني مشر پر سفر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه پرېکړې چې «د یوې پیالې چای څښلو پر مهال» په کابل کې وشوې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په زرګونو غړو ته یې پاکستان ته د ننوتلو لاره هواره کړه.

د پاکستان د استخباراتو د ادارې (آی‌ايس‌آی) پخوانی مشر جنرال فیض حمید په ۲۰۲۱ کې واک ته د طالبانو تر رسېدو څو ورځې وروسته کابل ته سفر وکړ. د هغه د دې سفر یو انځور خپور شو چې هغه په کې د چای څښلو پر مهال ښکاري. په هغه وخت کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان لومړی وزیر و.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ (د جدی ۱۴) په یوې خبري غونډه کې د دغه هېواد د تېر حکومت پر پالیسیو نیوکه وکړه او ویې ویل: «د تحریک طالبان پاکستان له ۴۰ زره څخه تر ۴۵ زره غړو ته څنګه د پاکستان خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه او چا د هغوی د راستنېدو اسانتیا برابره کړه؟»

اسحاق ‌ډار ویلي: «چا پولې خلاصې کړې او د یوې پیالې چای په بدل کې یې د تحریک طالبان پاکستان غړي ازاد کړل؟»

عمران خان په خپلو څرګندونو کې ویلي و چې غوښتل یې پاکستاني جنګیالي له افغانستانه پاکستان ته راشي. 

هغه له مشال راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي و چې کله یې واک درلود، د تحریک طالبان پاکستان د غړو د راستنېدو لپاره لومړني ګامونه پورته شوي وو.

عمران خان په دې مرکه کې ویلي: «هغه څه چې وشول دا و چې موږ د هغوی د بیا میشتېدو لپاره بودیجه برابره کړې وه خو زموږ حکومت لرې کړل شو او نوي حکومت د دې موضوع د حل لپاره نه وخت درلود او نه یې درک.»

د پاکستان اوسنی حکومت ادعا کوي چې د ټي‌ټي‌پي جنګیالي په افغانستان کې دي او د دغه هېواد له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې فعالیت کوي.

د پاکستان چارواکو د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي.

په وروستیو کې د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر هغو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د ټي‌ټي‌پي پټنځایونه ګڼل کیږي.

دا بریدونه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي سبب شوي دي.